طالب مشر: طالبان به سياسي هلې ځلې روانې ساتي

د انځور حقوق

د طالبانو نوي مشر ملا هبت الله اخندزاده د کوچني اختر د را رسېدو او د روژې د مياشتې پای ته رسېدو په اړه خپل لومړی پيغام خپور کړی دی.

رسنيو ته استول شوي دغه پيغام کې ملا هبت الله د ده په وينا د اشغال د خاتمې او په يو موټي هېواد کې د اسلامي نظام پر راوستو ټينګار کړی او وايي د افغانستان د مسلې د حل لپاره به خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي.

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده په خپل اختریز پیغام کې زياته کړې، چې طالبانو که له يوې خوا د جګړې ډګر تود ساتلی خو بله خوا يې سياسي هلې ځلې روانې ساتلې دي. او وايي د خپل سياسي دفتر له لارې به هڅه کوي چې دا لانجه هواره شي.

د طالبانو مشر دغه پيغام په داسې حال کې استولی، چې دغې ډلې د تېرې پنجشنبې په ورځ د امنيتي ځواکونو د موټرو پر کاروان ځانمرګي بريد کړی و چې لږ ترلږه ۳۲ تنه په کې وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي وو.

د بريد پړه طالبانو منلې وه، تر دې وړاندې هم طالبانو په وار وار د افغانستان امنیتي ځواکونو او دولتي کارکوونکو پر لېږدوونکي موټرونو ځانمرګي بریدونه کړي.

تېرو څو میاشتو کې د طالبانو بریدونه

۲۰۱۶

پر پولیسو برید:‌ ۱۱م د اپریل جلال اباد ته نژدې په یوه بس کې ۱۲ تازه دمه پولیس ووژل شول او د جنوري‌ په ۲۸مه یو افغان پولیس خپل ۱۰ ملګري ووژل

  • د جون ۱۹مه پلازمېنه کابل کې لږترلږه ۱۴ نیپالي امنیتي کسان په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شول

  • د مې ۲۵مه د محکمې کارکوونکو په ګډون ۲۵ کسان په پلازمېنه کابل کې ووژل شول

  • د اپریل ۱۹مه کابل کې په یوه چاودنه کې شاوخوا ۶۴ کسان ووژل شول

  • د فبروري ۲۷مه کابل کې دفاع وزارت ته څېرمه ځانمرګي برید کوونکي ۱۵ کسان ووژل

د ملا هبت الله اختریز پیغام له طالبانو غواړي چې ټولګټې ځایونه لکه "ښوونځي، پلونه، سړکونه او کلنيکونه" دې نه ویجاړوي او داسې څه دې و نه کړي چې ولسي خلکو ته زیان ورسوي.

ده ویلي طالبان "واضحه سیاسي تګلاره هم لري چې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر له لوري نړیوالو او هېوادوالو ته توضیح شوې او همداشان به د افغانستان د مسئلې د حل لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي".

د طالب مشر دغه پیغام په پښتو، دري، عربي، اردو او انګلیسي ژبو رسنیو ته لېږل شوی دی.

ملا هبت الله وايي، "واضح پیغام مو دا دی چې مونږ د قدرت انحصار نه غواړو، د افغانانو ټول قومونه او پرګنې یوه او بل ته ضرورت لري، بلکې د اسلامي نظام تکامل، خپلواکي او قوت د افغانانو په اتحاد او اتفاق پورې تړلی دی".

د طالبانو مشر ځان ژمن ښودلی چې د طالبانو محکمو د سمون، ښځو ته د شرعي حقونو د ورکړې، زده کړو او د نوي نسل د روزنې لپاره به هڅې کوي.

ده په ګاونډیو هېوادونو غږ کړی چې دوی سره دې همغږي شي چې په سیمه کې د امریکا اوږد مهالې پاته کېدو مخه ونيول شي.

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، هر هغه څوک چې سوله غواړي دروازې يې پر مخ خلاصې دي.

ورته مطالب