جلال اباد کې ځانمرګي برید دوه ولسي وګړي وژلي

د انځور حقوق

د افغانستان ختیځ ننګرهار ولایت چارواکو ویلي، جلال اباد ښار کې ځانمرګي برید لږترلږه دوه ولسي وګړي وژلي او ۱۸ نور یې ټپیان کړي. د برید موخه د کوټ د ولسي پاڅونوالو مشر او قومي سپین ږیری حاجي حیات الله و.

د ننګرهار د والي مطبوعاتي دفتر وايي، ځانمرګی برید داسې مهال وشو، چې د حیات الله خان ساتونکو برید کوونکی له پېژندلو وروسته په ډزو ټپي کړ.

په خبرپاڼه کې راغلي، په ټپي حالت کې بریدګر پر ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي وچوول، خو حاجي حیات الله ته یې کوم زیان وانه ړاوه.

د خبرپاڼې په خبره، په وژل شویو کې یو ۱۲ کلن ماشوم او بل شاوخوا ۶۰ کلن بوډا سړی دی.

تر اوسه هېڅ کومې ډلې ددغه برید پړه نه ده منلې.

دا برید داسې مهال شوی، چې په حصارک ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو پرمهال د طالبانو د ۱۴ غړو د وژل کېدو، چې دوه یې قومندانان وو، خبر ورکړل شوی.

د انځور حقوق
Image caption بریدګر غوښتل د حاجي حیات الله خان موټر په نښه کړي

وړاندې، (اسلامي دولت) نومې ډلې حصارک کې له افغان ځواکونو سره جګړه پیل کړې، چې د رپوټونو له مخې د نړیوالو ځواکونو په هوايي ملاتړ دغې ډلې ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

ورته مطالب