بدخشان کې د دولتي ځواکونو او طالبانو جګړه؛ '۲۵ طالبان وژل شوي'

د انځور حقوق Getty

د افغانستان په شمال ختیځ بدخشان کې امنیتي چارواکي وایي، دولتي ځواکونو به راغستان سیمه کې د طالبانو سخت برید په شا تمبولی او په جګړه کې ددې ډلې له ۲۵ ډېر غړي وژل شوي دي.

د بدخشان د والي مرستیال ګل محمد بیدار بي بي سي ته وویل، دا جګړه د راغستان ولسوالۍ پر مرکز د طالبانو د وړمې شپې (سرطان/ چنګاښ ۱۱مې) تر برید وروسته پیل شوه.

ښاغلي بیدار زیاته کړه، د راغستان امنیه قومندانۍ ته د طالبانو نژدې کېدو سره، امنیتي ځواکونو له کابله د استول شویو کومکي سرتېرو او توپدارو هلیکوپټرو په مرسته، اورپکي اړ کړل شاته تګ وکړي.

د والي مرستیال وویل چې اوسمهال طالبان خپلو پخوانیو ځایونو ته ستانه شوي، خو دولتي ځواکونه تصمیم لري هغوی له راغستانه وباسي.

د بدخشان د پولیسو یوه چارواکي بي بي سي ته وویل، د طالبانو د یوه مهم قومندان فضل الله په ګډون د هغوی څلور عمده قومندانان په دې جګړه کې وژل شوي.

سیمه ییزو سرچینوویلي، د بدخشان د پولیسو مشر هم د جګړې سیمې ته ورغلی دی.

طالبانو خپلو جنګیالیو ته د درنو تلفاتو اوښتل رد کړي او ویلي چې راغستان کې ددوی یوازې ۳ غړي وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.

دې ډلې ادعا کړې چې د دوو افسرانو په ګډون ۹ پولیس جګړه کې وژل شوي.

راغستان د افغانستان شمال ختیځ ولایت بدخشان کې له ستراتیژیکو سیمو دی چې د تاجیکستان له ختلان سیمې سره ګډه پوله لري.

طالبانو له پخوا دغې سیمه کې نفوذ کړی و چې ورپسې، تاجیکستاني او ازبکستاني اورپکو هم دغې سیمې ته ځان ورساوه.

له راغستان پرته طالبان د بدخشان په څو نورو ولسوالیو کې هم نسبي نفوذ لري او کله ناکله له دولتي ځواکونو سره جګړه کوي.