''په امنیتي بنسټونو کې فساد 'لوی ګواښ ' دی''

د انځور حقوق

د افغانستان د روڼتیا څار اداره وايي، په دفاعي او امنیتي ادارو کې د فساد شتون لا هم لوی ګواښ دی.

دا اداره وايي په امنیتي سکتور کې د لویو قراردادونو په برخه کې تر یوه حده د فساد مخنیوی شوی، خو په وړو هغو کې لا هم د فساد مخنیوی د قناعت وړ نه دی.

دغې ادارې د وارسا او بروکسل کنفرانسونو په تړاو هم افغان حکومت او نړیوالو ته یو لړ وړاندیزونه وکړل چې نژدې راتلونکې کې به په پولنډ او بلجیم کې د افغانستان لپاره د مرستو راجلبولو په موخه ترسره شي.

د افغانستان د شفافیت د څار اداره وايي، د تدارکاتو په برخه کې په لوړه کچه یو څه ستونزې حل شوې، خو په ټیټه کچه کې لا هم جدي ستونزې شته. د ملي یووالي په حکومت کې تدارکاتو اداره د اقتصادي پرمختیا، په عامه لګښتونو کې کنټرول او د فساد مخنیوي لپاره څه باندې یونیم کال مخکې رامنځ ته شوه.

د دغې ادارې په باور، د قراردادونو د پلي کېدو په برخه کې څار یوه جدي ستونزه ده چې ښې لاسته را وړنې نه لري.

دغې ادارې افغان حکومت او نړیوالو ته په امنیتي ادارو کې د فساد پر ضد مبارزې په تړاو یو لړ وړاندیزونه وکړل چې وايي، ګومارنې او ترفیعات باید د اړیکو پربنسټ نه وي.

د افغانستان د روڼتیا د څار ادارې مشر اکرم افضلي نن په کابل کې یوې خبري غونډی ته وویل، هر چا چې د امنیتي ادارو په ګومارنو کې فساد کړی وي باید تر عدلي او قضايي څارنې لاندې ونیول شي.

د انځور حقوق IWA

دغه اداره وايي، د فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې اړونده ادارې باید خپل پلانونه له مدني ټولنو سره شریک کړي. د افغانستان د روڼتیا څار ادارې چارواکو په وینا، په امنیتي ادارو کې د فساد په تړاو ډېری مسلې د محرمیت له کبله نه برملا کېږي. د دوی په وینا، له محرمیته نه باید قاعده جوړه شي بلکې داسې یوه قاعده باید وي چې د هغه پر بنسټ استثنايي مسایل محرم وګڼل شي.

د څار دغه اداره وايي، په امنیتي ادارو کې د فساد شتون د امنیتي ځواکونو پر وړتیا بد اغېز کوي، چې افغان حکومت باید جدي پاملرنه ورته وکړي.