اتمر: وارسا غونډه کې ځانګړې غوښتنې مطرح کوو

د انځور حقوق ONSC
Image caption د وارسا له غونډې مو یوه غوښتنه مو دا ده چې د افغان هوايي ځواکونو د ودې او پرمختیا په برخه کې اساسي پانګونه وکړي حنیف اتمر

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، افغان حکومت به په وارسا غونډه کې خپلې ځانګړې غوښتنې مطرح کړي.

ټاکل شوې چې افغان ولسمشر او اجراییه رییس له یوه جګپوړي پلاوي سره په هغې غونډې کې ګډون وکړي.

د افغان ملي یووالي حکومت مشران به تر راتلونکو څو ورځو د وارسا په مهم نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړي. دغه ناسته د افغان حکومت لپاره برخلیک جوړونکې بلل شوې ده.

ټاکل شوې دغه غونډه د روانې جولای میاشتې په اتمه او نهمه د پولند په وارسا کې جوړه شي.

تمه ده چې د ناټو تړون غړو هېوادونو مشران به په دغې غونډې کې له افغانستان سره نوې ژمنې وکړې.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر یوې خبري غونډې ته وویل، هېواد یې شپږ اصلي غوښتنې لري چې تمه ده په غونډه کې ګډون وال هېوادونه به یې ومني:

'' د وارسا له غونډې زموږ لومړۍ تمه دا ده چې د ناټو غړي له موږ سره د کړو ژمنو پر بنسټ تر راتلونکو پنځو کلونو د افغان امنتیي ځواکونو ټول معقول او د وړاندوینې وړ لګښتونه ورکړي، تمه ده چې په کال کې تر پنځو میلیاردو ډالرو ډېر لګښتونه د ناټو غړو هېوادونو او یوه ستره برخه یې د امریکا له خوا ورکول شي.

دویمه غوښتنه مو دا ده چې د افغان هوايي ځواکونو د ودې او پرمختیا په برخه کې اساسي پانګونه وکړي.

د انځور حقوق afp
Image caption د وارسا له غونډې زموږ لومړۍ تمه دا ده چې د ناټو غړي له موږ سره د کړو ژمنو پر بنسټ تر راتلونکو پنځو کلونو د افغان امنتیي ځواکونو ټول معقول او د وړاندوینې وړ لګښتونه ورکړي

دریم دا، تر هغه چې زموږ هوايي ځواکونه د خپل پیاوړتیا حالت ته رسیږي، له ناټو او امریکا مو هیله ده چې د کشفي او هوايي ملاتړ په برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي''.

د افغان حکومت درې نورې غوښتنې تر ډېره د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د روزنې، مالي ملاتړ او تجهیزاتو او له ترهګرۍ سره پر مبارزې ورټولې دي.

ښاغلی اتمر وویل، هېواد یې مخکې یوه جنګی الوتکه هم نه درلوده، خو اوس تر ۲۰ ډېرې جنګي الوتکې لري، او ژر به دغه شمېر ۳۰ ته ورسیږي خو دا بسنه نه کوي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار وايي د ناټو او نړیوالې ټولنې له خوا د امنیت، ښې حکومتولۍ، اقتصاد، ټولنیزو او فرهنګي چارو کې ۴۲ ژمنې شوې وې، چې دوی هم ډېره برخه عملي کړي دي.

'' په خوښۍ سره باید ووایم چې ددغو ۴۲ ژمنو ۳۰ سلنه یې په بشپړ ډول عملي شوي دي. ۷۰ سلنه نور یې ټول تر کار لاندې دي او زموږ پرمختګ د نړیوالې ټولنې د قناعت وړ ګرځېدلي دي''

د ملي امنیت شورا سلاکار دغه راز وویل د امریکا د سنا غړو یو پلاوی کابل ته رسېدلی دی او وايي له ولسمشر غني سره په خبرو کې ویل شوي، دغه پلاوي پاکستان ته خبرداری ورکړی که د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې مرسته ونه کړي نو دا هېواد به څنډې ته پاتې شي.

د ښاغلي اتمر په وینا د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له اسلامي ګوند سره د سولې خبرې لا هم روانې دي او هیله یې وښوده چې د پرمختګ شاهدان واوسو.