غني پر حکومت مخالفو وسله والو د سولې له بهیر سره د یو ځای کېدو غږ وکړ

د انځور حقوق Getty
Image caption ښاغلي غني دا گواښ هم وکړ چې هغوي به له جدي پايلو سره مخامخ شي، چې په وینا یې د افغان ولس د سولې غږ ته په تورې سره ځواب ورکړي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کوچني اختر د رارسېدو له کبله په خپل پيغام کې يوځل بيا پر حکومت مخالفو وسله والو غږ وکړ، چې د سولې خبرو له بهير سره يوځاى شي. افغان ولسمشر له ديني علماوو، قومي مشرانو، مدني ټولنې او ښځینه فعالانو هم وغوښتل، چې د بين الافغاني خبرو د بهير په برخه کې مرسته او همکاري وکړي:

''غواړم د دغې مبارکې میاشتې په پای کې دا اعلان وکړم، چې د افغان حکومت او ولس له لوري د سولې ور پرانیستی دی. سوله یوه ملي وجیبه ده، موږ د وینې تویدنې پلویان نه یو، اړینه ده، چې د حکومت تر څنګ علما، قومي مشران، مدني ټولنه او مېرمنې هڅه وکړي، چې د افغانانو د خپل منځیو هڅو له لارې د سولې غوښتنه پر ځای شي.''

خو ښاغلي غني دا گواښ هم وکړ چې هغوي به له جدي پايلو سره مخامخ شي، چې د افغان ولس د سولې غږ ته په تورې سره ځواب ورکړي.

د انځور حقوق Getty
Image caption ښاغلي غني د تداراکاتو د ادارې د اغيزمن کار يادونه وکړه چې په پایله کې يې د روان کال په اوږدو کې ٢٠٠٠ ميليونه افغانۍ سپما شوې

هغه په پوځي ډگر کې د هېواد د وسله وال پوځ د لاسته راوړنو د بيانولو ترڅنگ د ښې حکومتولۍ په برخه کې شوي پرمختگونه هم مهم وبلل.

ښاغلي غني د بېلگې په توگه د تداراکاتو د ادارې د اغيزمن کار يادونه وکړه چې په پایله کې يې د روان کال په اوږدو کې ٢٠٠٠ ميليونه افغانۍ سپما شوې چې وايي، د وسله وال پوځ د وژل شويو کسانو له کورنيو سره به د مرستې په برخه کې ولگولې شي:

''د اختر په دغه بختوره ورځ اعلان کوم، چې دغه سپمول شوې پېسې به د امنیتي دفاعي ځواکونو د شهیدانو له کورنیو سره د مرستې او ماشومانو ته د لیلیه ښونځیو رغولو لپاره لګولې کېږي.''

دغه راز به دغو پېسو سره د امنیتي ځواکونو لپاره په نوبت سره د مېشت ځایونو رغولو چاره ترسره شي.

زه په ملي سوداګرو، شتمنو او ټولو خیریه خلکو غږ کوم، چې د امنیتي ځواکونو د شهیدانو له کورنیو سره مرسته وکړي. د یتیمانو سمه پالنه او روزنه زموږ ټولو ملي، اسلامي او انساني دنده ده.''

افغان ولسمشر په خپل اختريز پيغام کې داهم وويل، چې د دوى د اغيزمن کار په پایله کې له افغان دولت او افغان پوځ څخه نړيوال ملاتړ هم پياوړى شوى او داچې دوارسا په غونډه کې به د ناټو غړي هېوادونه د افغانستان لپاره نوي مشخصي مالي ژمنې وکړي.

بل لور ته کابل کې زموږ همکار خوشحال تایب وايي، افغان چارواکو ورته ویلي، چې د کوچني اختر په مناسبت یې د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان په لر او بر کې کلک امنیتي تدبیرونه کړي او د امنیتي ځواکونو ګزمې ډېرې شوې دي.