'ناټو او افغان حکومت دې د خبریالانو خوندیتوب تضمین کړي'

د بې پولې خبریالانو ټولنې د ناټو غړو هېوادونو له سرمشریزې او افغان حکومته غوښتي چې د رسنیو د ازادۍ او د خبریالانو د ساتنې او ملاتړ لپاره لاس په کار شي.

په پام کې ده چې د پولنډ پلازمېنه ورسا کې د نړۍ راټولېدونکي مشران په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د پاتې کېدو موده د راتلونکي میلادي کال تر پایه وغځوي او د ر روانو څلورو کلونو لپاره د افغان امنتیي ځواکونو د تمویلولو ژمنه وکړي.

د بې پولې خبریالانو ټولنه وايي، دا مهال په افغانستان کې د دیموکراسۍ او خبر رسونې له ازادۍ سره دښمني ډېره شوې ده، چې ترڅنګ یې د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې ګواښونه هم ډېر شوي دي.

یاده ټولنه د ناټو له غړو هېواونو او اروپايي ټولنې غوښتنه لري چې د خبریالانو او رسنیو د ازادۍ ملا وتړي.

د بې پولې خبریالانو د ټولنې لومړی منشي کریسټوف دولوار په یوه خبرپاڼه کې ویلي: "په داسې حال کې چې نړیواله ټولنه د افغانستان د ملاتړ لپاره لارې چارې لټوي، موږ له ناټو غړو هېوادونو غواړو چې د خبر رسونې د ازادۍ ملاتړ ته لومړیتوب ورکړي. موږ ډاډه یو او د تېرو پنځلسو کلونو تجربې هم زموږ دا باور تاییدوي چې د رسنیو د ‎زادۍ په نه تضمینېدو او د خبریالانو ساتنې ته په پام نه کولو سره سوله او امنیت نه شي راتلی".

دغې ټولنې دا غوښتنې داسې مهال وړاندې کړې، چې دا مهال په افغانستان کې لږترلږه ۴۸ تلوېزیوني چینلونه، ۱۶۰ رادیوګانې او ۱۹۰ خپرنۍ فعالیت لري.

د بې پولې خبریالانو ټولنه وايي، افغانستان کې هره ورځ خبریالان او رسنۍ له ګواښونو سره مخامخ دي، چې په وینا یې له ۲۰۰۱ کال راپدېخوا په دې هېواد کې لږترلږه ۳۵ خبریالان د خپلې دندې پرمهال وژل شوي، چې ۱۶ یې بهرنیان وو.

دغه خبریالان د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې وژل شوي.

افغانستان کې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي تر ټولو خونړۍ پېښه د تېر ۱۳۹۴ کال د جدی پر ۳مه کابل کې وه، چې طالبانو له ګواښ وروسته د (موبي) ګروپ اړوند اوه کارکوونکي په یوه ځانمرګي برید کې ووژل.

د بې پولې خبریالانو په ویناپاڼه کې دا غوښتنه هم شوې، تر هغو دې له وسله والو طالبانو سره د سولې هېڅ خبرې نه کېږي، چې د رسنیو پرضد خپله دښمني کوي او نړیوالو حقونو ته پام نه کوي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د چنګاښ پر ۱۶مه، یوځل بیا طالبان د سولې خبرو ته وروبلل.

د بې پولې خبریالانو ټولنه وايي، د نړۍ د ازادو مطبوعاتو په چوکاټ کې افغانستان په ۲۰۱۶ کال کې د نړۍ د ۱۸۰ هېوادونو په کتار کې ۱۲۰ ځای لري.

افغانستان کې وژل شوي خبریالان – ۲۰۰۱-۲۰۱۶

  • ټول ټال وژل شوي خبریالان: ۳۵
  • ۱۶ بهرنیان
  • ۴ جرمنیان
  • ۲ امریکایان
  • ۲ فرانسویان
  • ۲ ایټالیایان
  • ۲ سویډني
  • یو یو د (استرالیا، کاناډا، ناروې، او بریتانیا).
  • ۱۹ افغان خبریالان وژل شوي

ورته مطالب