افغانستان کې ۴۰ زره پولیس نالوستي دي

له خلکو سره د نالوستو پولیسو ناسمه رویه ددې لامل شوه چې دولت د نالوستو پولیسو په لوستي کولو لاس پورې کړي د انځور حقوق AFP
Image caption له خلکو سره د نالوستو پولیسو ناسمه رویه ددې لامل شوه چې دولت د نالوستو پولیسو په لوستي کولو لاس پورې کړي

د نړۍ په کچه به کم سارې وي چې د یوه هېواد د پولیسو په لیکو کې دې نالوستي وګومارل شي، خو افغانستان هغه هېواد دی چې لا یې هم ۴۰ زره پولیس نالوستي دي.

په داسې حال کې چې لږ تر لږه په تېرو لسو کلونو کې په پوره تجهیزاتو او پوځي توکو د افغان ځواکونو سمبالښت، هغه څه و چې نړیوالې ټولنې پرې ډېر لګښت وکړ.

یوه برخه چې له افغانستان سره مرسته کوونکو هېوادونو پرې پانګونه کړې د افغانو ځواکونو لیک لوست او زده کړې دي.

له خلکو سره د نالوستو پولیسو چلند کړاو پېښوونکی دی، نو ځکه خو د افغان پولیسو لیک لوست مهم وګڼل وشو. د افغانو ملي او سیمه ییزو پولیسو ټول شمیر ۱۸۰ زرو ته رسیږي،د ګومارنې له پیله یوازې دریمه برخه پولیس لوستي و ، خو په تېرو شپږو کلونو کې ۸۰ زره له لوست سره اشنا شوي او ۴۰ زره پولیس لا هم نالوستي دي. اوس حکومت د پاتې نالوستو پولیسو زده کړو هڅه کوي.

لکه د ښوونځي لومړي ټولګي چې هرڅه له الف او صفره ورته ښودل کېږي د پولیسو د زده کړې ټولګی هم داسې دی ښونکی یې د دوی له مسلکه دی.

د انځور حقوق AFP
Image caption افغانستان کې شاوخوا ۴۰ زره پولیس نالوستي دي.

د پولیسو لپاره دا ټولګي په ډېرو ولایتونو کې، په پوستو او د کار په ځایونو کې جوړېږي.

د کابل په لوېدیځه څنډه کې د پولیسو دیارلسمه حوزه ده د حوزې د ننه یوه کوچنۍ خونه د پولسیو زده کړو ته ځانګړې شوې خونه کې درې ښځینه پولیسې او څلور نارینه پولیس په خپلو رسمي جامو کې به زده کړو بوخت دي د ورځې دوه ساعته زده کړې کوي د کتابونو معیار یې د دولتي ښوونځیو له لومړي تر دریم ټولګیو دی.

دا نو د پولیسو بخت دی چې په نهو میاشتو کې ترې د نالوستۍ نوم لرې کیږي، همدومره موده کې درېواړه کتابونه بشپړ او پولیس لوستی شي.

علا محمد وروسته له زده کړو خپلې پوستې ته ستنېږي، مشر یې د یو شکمن موټر د پېژندلو په دنده ګومارلی.

د انځور حقوق Getty
Image caption د کورنیو چارو وزارت وايي، د نالوستو پولیسو لوستي کول یې لومړیتوب دی

نوموړی چې اوه کاله کیږي د پولیسو په لیکو کې کار کوي وایي په دا لږ تیر کې له لیک لوست سره اشنا شوی:

''هغه مهال چې په لیک لوست نه پوهېدم د کوم شکمن موټر د پېژندلو چې به موږ ته ویل کېدل حیران به و چې څنګه یې وپېزنو هغه موټر به ډېر وخت تېر شوی و موږ به خبرېدو هم نه.''

کورنیو چارو وزارت د ملي پولیسو لوست او زده کړه د خپلو کارونو په لومړیتوبونو کې یادوي، خو جګړې او ناامنیو ډېرو پولیسو ته د لیک لوست موقع نه ده ورکړې.

په اصل کې د قانون له مخې د پولیسو دنده ټولنیز سمون دی، خو د افغانستان شرایطو ته په کتلو پولیسو له اردو او نورو امنیتي ځواکونو سره اوږه په اوږه د افغان دولت د مخالفینو پر وړاندې جګړه کوي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال اکرام الدین یاور د پولیسو نالوستي د قانون په پلي کولو او د افغان دولت له بېلابېلو مخالفو ډلو سره په مبارزه کې لویه ننګونه بولي:

د انځور حقوق AFP
د انځور حقوق AFP

''زره ۴۰ پولیس مو نالوستي دي د هغوی لپاره هم ټولګي روان دي او د لوستي کېدو هڅې ګړندۍ دي''.

د پولیسو د لیک لوست له بهیر سره د څو هېوادونو له خوا مرسته کیږي، له ډلې یې جرمني او جاپان دی چې تر نورو ډېر وسره بوخت دي.

د زده کړو پیاوړتیا په نوم د افغانو پولیسو لپاره یوه پروژه چې د یونیسکو له خوا پلي کېږي د همدې میاشتې په وروستیو کې پای ته رسیږي. دې پروژې شپږ میلیونه ډالره ولګول چې له لسو زرو ډېر ملي پولیس یې له لومړني لیک لوست سره اشنا کړل. د جرمني پرمختیایي اداره هم په دې برخه کې کار کوي.

بله هغه بیا د سیستیکا په نوم وه چې دوه کاله وړاندې یې فعالیت بند شو. دې بنسټ په خپل دوه کلن فعالیت کې له ۲٫۵ میلیونه ډالره د پولیسو د لوستي کېدو لپاره مرسته وکړه.

د انځور حقوق AFP

په پولیسو کې نالوستي ډېرو ته له قانون نه د تیښتې لاره هواره کړې د کابل ښار ټکسۍ چلونکی وحیدالله وایي څو ځله یې پولیسو د اسنادو د لیدو لپاره موټر ودرولی خو د پولیسو د نالوستۍ له وجې څو ځله د قانون له منګلو په تیښته بریالی شوی:

''څو ځله داسې شوي چې د لایسنس پر ځای مې تذکره ورښودلې دا چې پولیس نالوستي دي هیڅ پوه شوي نه دي''.

د انځور حقوق MOI

اوس مهال د افغان دولت ټوله تمه د ناټو د مشرانو غونډې ته ده چې د پولنډ پلازمېنې وارسا کې ترسره کېږي.

په افغانستان کې د جګړې د لوړې بیې د پرې کولو ترڅنګ افغان دولته ته بله لویه ننګونه پراخه فساد دی .افغانستان اوسمهال ټول ټال ۳۵۰ زره امنیتي ځواکونه لري، له وسلو او تنخوا سره د لوست ورکړه یې هم اړتیا ده چې پوځیان او پولیس دندو کې له تیندکونو ژغورلی شي.

د انځور حقوق AP