ناټو: تر ۲۰۲۰ افغان امنیتي ځواکونه تمویلوو

د انځور حقوق Reuters

د پولنډ په پلازمېنه وارسا کې د ناټو مشرانو ژمنه وکړه چې خپل ځواکونه له ۲۰۱۶ کاله ور آخوا په افغانستان کې پرېږدي او تر ۲۰۲۰ کاله به افغان امنیتي ځواکونه تمویلوي. د ناټو سرمنشي ینس سټولنټبرګ وویل، له امریکا پرته به د ناټو غړي هېوادونه تر ۲۰۲۰ پورې هر کال افغانستان ته یو میلیارد ډالر ورکوي.

د افغان ولسمشر اشرف غني او اجرائیه مشر عبدالله عبدالله په ګډون د افغانستان په اړه له غونډې وروسته، د ناټو سرمنشي ینس ستولنتبرګ وویل: "زموږ پیغام څرګند دی: افغانستان یوازې نه دی او موږ د اوږدې مودې لپاره ژمن یوو".

ناټو همدا راز له افغانستان سره د اوږد مهالي سیاسي مشارکت او همکارۍ د ملاتړ ژمنه تازه کړه.

ناټو اوس نژدې ۱۳۰۰۰ پوځیان په افغانستان کې لري، چې تر ډېره د افغان پوځ په روزنه او هغو ته د سلا مشورو په ورکولو بوخت دي.

ښاغلي ستولنتنبرګ وویل ناټو به په راتلونکې کې هم یوازې روزنیز او مشورتي رول ولري.

د انځور حقوق ARG
Image caption د افغان ولسمشر اشرف غني او اجرائیه مشر عبدالله عبدالله په ګډون د افغانستان په اړه له غونډې وروسته، د ناټو سرمنشي ینس سټولنټبرګ وویل: " زموږ پیغام څرګند دی: افغانستان یوازې نه دی او موږ د اوږدې مودې لپاره ژمن یو".

هغه وویل د ناټو د هغو ځواکونو د شمېر په اړه به چې په ۲۰۱۷ کال کې به په افغانستان کې پاتې وي په راتلونکو میاشتو کې خبرې وشي. خو زیاته یې کړه چې په اټکلي توګه شاوخوا ۱۲ زره پوځیان به پاتې شي.

د روانې اوونۍ په لومړيو کې ولسمشر اوباما اعلان وکړ چې امریکا په افغانستان کې خپل ۸۴۰۰ پوځیان پرېږدي. مخکې پلان دا و چې دغه شمېر د روان میلادي کال په پای کې ۵۵۰۰ ته راټیټ شي.

د وارسا په سرمشریزه کې د افغان چارواکو غوښتنې هم دا وې چې ناټو یې د هېواد د امنیتي ځواکونو تمویل، تجهیز، روزنې او ملاتړ ته دوام ورکړي.

د ناټو سرمنشي وویل چې متحده ایالتو او د ناټو نورو غړیو هېوادو په ګډه د هغو پیسو ژمنه کړې چې په راتلونکو څو کلونو کې افغان امنیتي ځواکونه پرې وچلوي.

افغانستان دا مهال څه باندې ۳۵۰ زره امنیتي ځواکونه لري چې کلنی لګښت یې شاوخوا ۵ ميلیارډه ډالره اټکل شوی. ناټو وايي چې د راتلونکو څو کلونو لپاره به همدومره یا لږ کمې پیسې افغان امنیتي ځواکونو ته ورکوي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption وارسا کې د ناټو د سرمشریزې ځای

متحده ایالتو د افغان ځواکونو د تمویل لپاره په کال کې د درې نيم ميلیارده ډالرو ژمنه کړې. اټکل دی چې ۵۰۰ ميلیونه ډالره یې په خپله د افغانستان حکومت برابر کړي، او پاتې یو ميلیارد ډالره به یې د ناټو نور غړي هېوادونه ورکوي.

د ناټو سرمنشي وویل چې افغان مشرانو ورسره ژمنه کړې چې د فساد پر ضد به هلې ځلې روانې ساتي، بشري حقونو، په تېره بیا د ښځو حقونو ته د درناوي په اړه به ډاډ رامنځته کوي او په ټاکنیز نظام کې به سمون روالي.

هغه وویل افغانستان اوس هم له "جدي بې ثباتۍ او تاوتریخوالی" سره مخامخ دی، ځکه نو له دغه هېواد سره "زموږ دوامدار سیاسي، پوځي او مالي ملاتړ ډېر مهم دی."

ورته مطالب