د امریکا دفاع وزیر اشټون کارټر افغانستان ته تللی

د انځور حقوق EPA

د امریکا دفاع وزیر اشټون کارټر د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره خبرو لپاره نن سه شنبې (سرطان/ چنګاښ ۲۲مه) کابل ته تللی.

ښاغلی کارټر وروسته له هغه افغانستان ته سفر کوي چې امریکا او ناټو غړو هېوادونو ژمنه وکړه چې دغه هېواد کې به زرګونه سرتېري وساتي او ددې هېواد له امنیتي ځواکونو سره هرکال ۴،۵ میلیارد ډالره مرسته کوي چې ۳،۵ میلیارده یې یوازې امریکا پرغاړه اخستې.

ښاغلی کارټر نن له غرمې مخکې د پلازمېنې په شمال باګرام هوایي اډې کې ښکته شوی او په پام کې لري چې وروسته له اجراییه رییس عبدالله عبدالله سره هم وګوري.

د روانې اوونۍ په لومړيو کې ولسمشر اوباما اعلان وکړ چې امریکا په افغانستان کې خپل ۸۴۰۰ پوځیان پرېږدي. مخکې پلان دا و چې دغه شمېر د روان میلادي کال په پای کې ۵۵۰۰ ته راټیټ شي. اوس نو افغانستان کې د ټولو بهرنیو سرتېرو شمېره ۱۱۰۰۰ ته رسېږي.

دغه پوځیانو د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو روزنه او مشوره ورکوي چې اوسمهال د خپل هېواد امنیتي چارو مسوولیت پرغاړه لري.

ورته مطالب