د ښایست پر مخ څپېړه

غوږ کې مې غیبي چیغې وشوې ډېرې دردونکې وي خو نه پوهېدم له کوم ځای دي او ولې دي ځکه بې اوازه وې.

ورسره نا ارامه وم هم مې وجود هم مې روح ځمکې تاب نه راکاوه، ګومان مې کاوه څه بد شوي دي.

موده وروسته مې پر فېسبوک ولوستل چې ښکلا قتل شوې، انسانیت کمزوری شوی، لطیف جسم شړېدلی او ستونی په چیغو او سوز شلېدلی دی.

د کابل ښار په زړه کې ځوانه ښایستوکې یې په تیزابو دردولې نور یې ښایسته مخ نه لیدل کېده، نوره نه ځلیده، نور یې هیندارې ته نه ورکتل او نه یې خندل، ډاکټرې نفیسې نوري د مخونو د ښایست کیسو ته ملا تړلې وه او هوډ یې و چې نړۍ دې ښکلې وي.

دې به تل ویل زما خوښېږي خلک ښایسته ووینم، زما خوښېږي مخونه لکه اینه وځلېږي او د بد روزګار لکه پرې معلومه نه شي او زما خوښېږي خلک اینې ته په زغرده او غرور وګوري.

نو ځکه د مخ د ښکلا ډاکټره شوه.

د انځور حقوق .
Image caption نفیسه نوري چې تېزاب پرې شيندل شوي

بريدګر د دې ښایست پالونکې ډاکټرې پر مخ تیزاب وپاشل، نه یواځې ډاکټره بدرنګه شوه ، د نورو ګڼو مخونو د ښکلا لاسونه یې ورنځول او بدرنګو د دې لپاره دا کار وکړ چې نړۍ د دې د ډاکټرې د سوځېدلو لاسونو په څېر ژوبله او ناجوړه وي.

زما د ټولنې د ارزښتونو پالونکو، زموږ د بې وسو زغم ته په ننداره مه کینئ دا خلک به په دې جرات له لا نور بدرنګ داستانونه د انسانیت په سپیڅلي تاریخ ور ډېر کړي او خلک به کرکې ته کینوي.

دلته د واکمنو تندي هم د کتلو دي چې په داسې پېښو څنګه کېږي د درد کونځې به پرې جوړې شي او که د مسولیت پښیمانه خولې به پرې ماتې شي.

زه او زما همزولې پیغلې د کابل ژوند د ښایستونو په رنګ روان غواړو د خدای لپاره بدرنګ لاسونه وتړئ او د هغو پیښو پلټنې ته لاس په چاره شئ چې زموږ اروا ټکنۍ کوي، زړونه مو درزوي او د خپلې ټولنې له کار روزګاره مو پرېباسي.

ورته مطالب