په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو مشر له راحيل شريف سره ليدلي

د انځور حقوق AFP

د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو ادارې یا ای اېس پي ار رسنیو ته په لېږلې يوې خبرپاڼه کې ویلي، د دغه هېواد له لوی درستیز جنرال راحیل شریف سره په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو مشر جنرال جان نیکولسن لیده کاته کړي.

د پاکستاني پوځ په وینا دغه لیده کاته چې پرون چارشنبې شوي په کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د پولې په هکله او هم په افغانستان کې د تل پاتې سولې په هکله خبري شوې دي.

د دواړو پوځي مشرانو ترمنځ دا لیده کاته په داسې وخت کې کېږي، چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د سولې لپاره څلور هېوادیزې غونډې بې کومې پایلې پای ته رسېدلې او د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې لاهم سړې دي.

د روان کال په اپريل مياشت کې د طالبانو خونړی برید، په پاکستان کې د طالبانو د مشر ملا اختر منصور وژنه، په تورخم دروازه د دواړو هېوادونو د پوله ساتو ځواکونو ترمنځ شخړې او د څلورهېوادیزو غونډو د لړۍ د پنځمې غونډې بې نتیجې پای ته رسېدل هغه څه دي چې له امله يې د کابل او اسلام اباد اړیکي تر بل هر وخت ډېر ساړه شوي دي.

د امریکا او چین په ګډون د پاکستان او افغانستان ترمنځ روان کال د دې لپاره چې طالبان له افغان دولت سره مخامخ خبرو ته حاضر کړي، پنځه څلورهېوادیزې غونډې وشوې، چې بې کومې نتیجې پای ته ورسېدې.

کابل له اسلام اباده په دغو غونډو کې غوښتنه کړې وه چې دوی دي له خپلو ژمنو سره سم د هغو طالبانو په خاصه توګه د حقاني شبکې پر ضد عملیات وکړي چې خبرو ته نه حاضرېږي او د پاکستان له خاورې په افغانستان کې د ترهګرۍ پېښې پلانوي.

خو په ځواب کې يې پاکستان وویل، دوی وار له مخه د یادې ډلې پرضد عمليات کړي دي.

په اسلام اباد کې د پاکستان پوځ په دغې ویناپاڼې کې ادعا کړې چې په افغانستان کې د امریکايي او بهرنیو ځواکونو مشر جنرال جان نیکولسن په افغانستان کې د سولې او ټیکاو لپاره د پاکستان هڅې ستايلې دي او هوډ يې څرګند کړی دی چې دغه هېواد په همدا د سولې او ټيکاو هڅې همداسي جاري وساتي.

ورته مطالب