''افغانستان ته درېیمه برخه تېل له قاچاقي لارو راځي"

د انځور حقوق ansa
Image caption د سټنډرډ ملي ادارې په نننۍ ناسته کې، افغانستان ته واردېدونکو نفتو کې د سروبو او سلفرو د کچې په اړه د یوې څېړنې جزییات خپاره شول.

د افغانستان د سټنډرډ ملي اداره وایي، افغانستان ته د واردېدونکو نفتي توکو ډېره برخه په قاچاقي ډول او له ګمرکي معافیت سره دې هېواد ته واردېږي.

ددې ادارې رییس مشر نقیب الله فایق نن (۲ اګست) کابل کې یوې خبرې غونډې ته وویل، له هرو درېیو لیټرو نفتو چې افغانستان ته واردېږي یواځې یو لیټر یې په کنټرول شوي توګه، یولیټر یې په قاچاقي ډول او وروستۍ برخه یې له ارزونې او ګمرک پرته دغه هېواد ته راوړل کېږي.

دی وایي، د دې لپاره چې د سټنډرډ ملي اداره ټول نفتي توکي و ارزوي او د کیفیت مسوولیت یې واخلي، باید قاچاق او معافیت پای ته ورسېږي.

ښاغلي فایق د بېلګې په ډول وویل، یواځې په تېرو شپږو میاشتو کې دوی ۱،۵ میلیونه لیټره بې کیفیته تېل ګرځولي، خو ښایي ددغو بې کیفیته تېلو ډېره برخه له قاچاقي لارو او د مالیې له ورکړې پرته افغانستان ته راوړل شوې وي.

Image caption د سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي مرستیال مجیب الرحمن خطیر وایي، دوی په پترولو کې د سربو او په ډیزلو کې د سلفرو اندازه وارزوله.

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت د نفتي توکو او مایع ګازو څانګې مشر په وینا، دا هېواد هرکال ۳ میلیون میټریک ټنه نفتي توکي واردوي.

د سټنډرډ ملي ادارې د معلوماتو له مخې، افغانستان ته واردېدونکي تېل ترډېره له ترکمنستان، ایران، سوریې او عراق نه واردېږي. افغانستان کې تل د تېلو د کیفیت په اړه اندېښنې وې.

د افغانستان د سټنډرډ ملي ادارې رییس وایي، په دې هېواد کې د مجهزو لابراتوارونو له فعالېدو سره د تېلو کیفیت د تېرو کلونو په پرتله ښه شوی، خو لا هم معیار ته د رسېدو لپاره اوږده لاره په مخ کې ده.

هغه همدراز وویل چې په نژدې راتلونکې کې به افغانستان ته د وارداتي تېلو د کیفیت لوړولو لپاره کابینې ته یوه نوې طرحه وړاندې کړي.

د افغانستان په نفتو کې د سربو او سلفرو کچه

د سټنډرډ ملي ادارې په نننۍ ناسته کې، افغانستان ته واردېدونکو نفتو کې د سروبو او سلفرو د کچې په اړه د یوې څېړنې جزییات خپاره شول.

Image caption افغان چارواکي وايي هرکال ۳ میلیون میټریک ټنه نفتي توکي دغه هېواد ته واردوېږي

د چاپیریال ساتنې ملي ادارې د چارواکو په وینا، سلفر او سرب د هوا له ککړوونکو دي چې د انسان روغتیا ته ډېر زیانونه لري.

په دغه څېړنه کې د افغانستان د سټنډرډ ملي ادارې له کابل، هرات، نیمرزو، بلخ، فاریاب، کندوز، ننګرهار او کندهار کې له بېلابېلو برخو لکه بندر، د تېلو ټانکونو، د تېلو زېرمو، د تېل پلورونکو هټیو او معافیت لرونکو تېلو نه ۲۴۱ بېلګې ارزولي دي.

د سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي مرستیال مجیب الرحمن خطیر وایي، دوی په پترولو کې د سربو او په ډیزلو کې د سلفرو اندازه وارزوله.

د هغه په وینا، ددې څېړنې په ترڅ کې ثابته شوه چې په وارداتي ډیزلو کې د سلفر کچه په سټنډرډ کچه کې ده، خو په وارداتي پټرولو کې د سربو کچه په لږه اندازه یواځې ۶،۶ سلنه له سټنډرډ نه پورته ده.

خطیر وایي، ډېر ژر به پټرولو کې د سربو د کچې ډېروالي لاملونه وڅېړل شي او کنټرول به شي.

د افغانستان د سټنډرډ ملي اداره وایي، اوسمهال وارداتي تېلو کې د سلفر او سربو د شتون له امله د هوا ککړتیا اندېښنې نه شته.

خو هغه ټینګار وکړ چې ددې څېړنې پایلې یواځې د سلفر او سربو اړوند دي، خو لا د هوا ککړوونکي نور عناصر هم تېلو کې شته چې باید وڅېړل شي.

ورته مطالب