د کابل لویدیځ میرویس میدان کې یوه مارکیټ کې اورلګېدلی

د انځور حقوق HAKIM AHMADI

دا اورلګېدنه نن (اسد/زمري ۱۴مه) په سیمه ییز وخت د سهار په شاوخوا ۱۰ بجو پیل شوه او د کابل اورلګېدنې ادارې تر هڅو ساعتونه وروسته، په ۴ بجو لا هم په بشپړ ډول مړی شوی نه دی.

د کابل ۱۰۱ اسمایي زون عملیاتي مرستیال ګل آقا روحاني وایي، د اور د وژنې لپاره د د اوروژونکو هڅې لا روانې دي.

د هغه په وینا، اوس اور کنټرول شوی دی.

ښاغلی روحاني وایي، د اوس لپاره نشي ویل کېدای چې دوکاندارانو ته څومره مالي زیان اوښتی، خو دوکانداران وایي چې د هغوی د مالي زیان کچه لوړه ده.

د کابل د ۱۰۱ اسمایي زون د عملیاتي مرستیال په وینا، دغه اورلګېدنه ځاني تلفات نه لري، یواځې یوه کس ځان له درېیم پوړ نه لاندې غورځولی چې ټپي شوی او اوسمهال روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

هغه وایي، تراوسه د اولګېدنې لامل څرګند نه دی، خو د دوکاندارانو غفلت او دغه ډول وضعیت کې د مارکیټونو غیرمعیاري ودانۍ، د اور ډېرېدو لامل دی.

د دغه مارکېټ دوکانداران وایي، هغوی لومړی داسې اوازه واورېده چې ګواکې مارکیټ ته ځانمرګی ننوتی، خو وروسته یې ولیدل چې هلته اور لګېدلی دی.