غزني کې چاودنو ۱۰ افغانان وژلي

د انځور حقوق Getty

د غزني امنیه قومندان وايي، د ګیلان ولسوالۍ بختیار او ازاد کلي ترمنځ سیمه کې پر غځېدلې لارې د سړک غاړې ماین چاودلی چې له کبله یې د یوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي.

امنیه قومندان جنرال امین الله امرخېل وايي، چاودنه په زرنج ډوله موټرسایکل کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو د چاودلو له کبله رامنځ ته شوې.

په وژل شویو کې درې ښځې، دوه ماشومان او یو نارینه دی.

دی وايي، چاودنه ګهیځ شاوخوا نهه بجې شوې ده.

د سیمې یوه اوسېدونکي غلام محمد بي بي سي ته پر تیلېفون وویل، دوو ټپي شوو ښخو او یوه نارینه روغتون ته پر لار ساه ورکړه، ښوه ښځه او دوه ماشومان ځای پرځای مړه شول.

د غزني ګیلان ولسوالي له شاوخوا لسو کلونو راهیسې ددغه ولایت له ناامنه ولسوالیو ګڼل کېږي.

ګیلان له غزني ښاره نژدې اتیا کیلومتره لیرې د کابل- کندهار پر لویه لار پرته ده، چې ډېر کله ترې د وژنو او تاوتریخوالو خبرونه ورکول کېږي.

بل خوا، د غزني اندړو ولسوالۍ دسني ښیمه کې د ماین چاودنې د ملي اردو څلور سرتېري وژلي.

د غزني د والي ویاند جاوېد سالنګی وايي، چاودنه د سړک غاړې ماین له کبله رامنځ ته شوې.

ویل کېږي وسله وال ددغې ولسوالۍ پر ځینو کلیو واکمن دي، خو په ګڼو سیمو کې یې اربکیان هم شته.

د ویلو ده چې د دوشنبې په ورځ (اګست ۸مه) د غزني نوي والي هم اندړو ولسوالۍ ته سفر کړی و.

ورته مطالب