د هرات شینډنډ کې چاودنې پنځه کسان ووژل او نهه نور ټپیان کړل

د هرات سیمه ییز چارواکي وایي، د شینډنډ ولسوالۍ په مرکز کې چاودنه شوې ده.

د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد وایي؛ چاودنه نن (اسد/زمري ۲۱مه) له غرمې وروسته شاوخوا یوه بجه رامنځته شوې چې له امله یې پنځه تنه وژل شوي او نهه نور ټپیان دي.

هغه وویل، چاودېدونکي توکي په یوه زرنج موټرسایکل کې ځای پرځای شوي و او کله چې د ملي اردو ځواکونو غوښتل هغه شنډ کړي، د سړک پرغاړه بله چاودنه رامنځته شوه.

هغه وویل، د چاودنې قربانیان پوځيان او ولسي وګړي دي.

د ۲۰۷ نمبر قول اردو قوماندانۍ ویاند نجیب الله نجیبي ویلي، په دې چاودنه کې د ملي اردو دوه سرتېري وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د هرات ولایت ویاند وویل، په دې پېښه کې خلکو ته ډېر مالي زیان هم اوښتی دی.

د ښاغلي فرهاد په خبره، په سیمه کې د خلکو یو شمېر دوکانونه نړېدلي او دا احتمال شته چې یو شمېر کسان د نړېدلو ودانیو تر خاورو خځلو لاندې ګېر پاتې وي.

تراوسه ددې چاودنې مسوولیت چا پرغاړه نه دی. شینډنډ د هرات ښار سوېل په ۱۲۰ کیلومترۍ کې پرته ولسوالي ده چې طالبانو نفوذ پکې ډېر دی.

د افغانستان د هوایي ځواک د روزنې لوی هوایي ډګر هم په همدې ولسوالۍ کې دی.

په تېره یوه کال کې له دې ولسوالۍ د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د درنې جګړې راپورونه ورکړل شوي.

ورته مطالب