ارګ: د عبدالله عبدالله خبرې د دولتدارۍ روحیې سره برابرې نه وې

د انځور حقوق AFP
Image caption ښاغلي عبدالله وویل، د ملي وحدت حکومت به د شوې هوکړې له مخې پنځه کاله دوام ولري.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د اجراييه رییس عبدالله عبدالله د تېرې ورځې خبرې د دولتدارۍ موازینو او روحیې سره برابرې نه وې.

په هغه اعلامیه کې، چې د ولسمشر له دفتره خپره شوې راغلي، چې د حکومتوالۍ بنسټ پر قانوني اصولو او ضوابطو ولاړ دی او پر هغه مبنا اجرات کېږي.

پرون د' اګست ۱۱ 'ښاغلي عبدالله عبدالله په غیر مستقیم ډول د ځان او ولسمشر غني تر منځ ستونزو ته په اشارې سره وویل، که ایتلافي حکومت وي او که غیر ایتلافي بحث او خبرې پکې کېږي، خو وايي "څوک چې د بحث حوصله نه لري، د مشرتابه وړتیا نه لري، هغه څوک چې د اورېدو حوصله نه لري.''

د ارګ په اعلامیه کې ویل شوي، چې د ملي یووالي حکومت کار د مجموع په توګه ادامه مومي، د هغه د څرګندونو په هکله به ژر جدي او موثر بحثونه وشي.

پرون د افغانستان ملي وحدت د حکومت اجرایي رییس عبدالله عبدالله د اجراییه او جمهوري ریاست ترمنځ پر نه همغږۍ نیوکه وکړه.

ښاغلي عبدالله د ولسمشر غني ننیو خبرو ته په اشاره چې پخواني ولسمشر حامد کرزي ورته نصیحت کړی و، چې "د بې حوصلیتوب وختونه مو تېر شوي" له ولسمشر غني وغوښتل، چې د ښاغلي کرزي نصیحت ومني او له حوصلې سره د ده خبرې واوري.

د انځور حقوق
Image caption ډاکټر عبدالله زیاته کړه، چې د هېواد د مهمو مسایلو لپاره یې له ولسمشره ځانګړی وخت غوښتی

ښاغلي غني دغه څرګندونې د حامد کرزي د تره د زوی حشمت خلیل کرزي د دویم تلین لمانځنې پر مهال وکړې.

ښاغلي عبدالله چې خپل دفتر کې یې وینا کوله وویل " زه لومړی کس وم، چې د ملي وحدت حکومت هوکړه یې لاسلیک کړه او له دې لارې یې د ولسمشر غني مشرتابه ته مشروعیت ورکړ".

ښاغلي عبدالله وویل، د ملي وحدت حکومت به د شوې هوکړې له مخې پنځه کاله دوام ولري.

اجراییه رییس په خپله وینا کې په ټاکنیزو کمېسونونو کې پر سمون، د پارلماني ټاکنو ترسره کولو او د اجراییه ریاست د صدراتي کولو لپاره د لویې جرګې پر جوړولو ټینګار وکړ.

نوموړي وویل ''د ملي وحدت حکومت پر یوه کس د بل مهرباني یا د یوه کس لخوا بل ته یا بلې ډلې ته د خیرات ورکړه نه ده، بلکې د هغې قربانۍ پایله ده، چې موږ ورکړه. دغه قرباني د ټیټوالي لپاره نه وه، بلکې د افغانستان ژغورنې لپاره وه.''

د انځور حقوق AFP

ښاغلي عبدالله وویل اوسنی نظام له اوسني جوړښت سره د بېړنیو شرایطو له مخې جوړ شوی او همداسې به دوام ولري.

ښاغلي عبدالله د ولسمشر غني له خوا د اداري سمون کمېسیون لپاره د نوي رییس پر ګومارنه هم سخته نیوکه وکړه او دا یې د ملي وحدت حکومت د هوکړې خلاف یې وباله.

هغه د ولسمشر له خوا په یو اړخیز ډول د ځینې دولتي چارواکو پر ټاکنه نیوکه وکړه.

سلا مشورې

ښاغلی عبدالله وايي '' باید پرېکړې د سلا مشورې پر بنسټ وشي. له سلا مشورې پرته د ملي وحدت ټول حکومت له پوښتنې سره مخامخ کېږي. ولس له موږ نه همدغه تمه لري. که د ملي وحدت حکومت هوکړه د ولسمشر د امر ویټو کولو په معانا نه ده، نو د خپل سري معانا هم نه لري.''

د انځور حقوق Reuters
Image caption نژدې دوه کاله مخکې عبدالله عبدالله او ولسمشر غني د ملي وحدت حکومت جوړولو پر سر هوکړه وکړه

ډاکټر عبدالله زیاته کړه، چې د هېواد د مهمو مسایلو لپاره یې له ولسمشره ځانګړی وخت غوښتی او خبرداری یې ور کړ چې له دې پرته به د کابینې په عمومي غونډه کې ګډون و نه کړي.

بل لور ته په ارګ کې یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، بي بي سي ته ویلي د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله تر منځ همغږي شته، خو دا چې د جمیعت اسلامي ګوند ' ښاغلی عبدالله د دغه ګوند اړوند دی ' کنګره دایریږي او دا چې یاد ګوند کې پر عبدالله عبدالله نیوکې کېږي، ځکه نو د نوموړي دغه خبرې "داخلي او حزبي مصرف" لري.

نژدې دوه کاله مخکې د ټاکنو د شفافیت پر سر له اوږدو ناندریو وروسته د دواړو مخکښو کاندیدانو لخوا د ټاکنو له دویم پړاو وروسته د ملي وحدت حکومت جوړولو پر سر هوکړه وشوه. د همدغې هوکړې له مخې محمد اشرف غني د ولسمشر او عبدالله عبدالله د اجرايي رییس په توګه وټاکل شول.

ورته مطالب