هلمند کې د جګړې له کبله زرګونه خلک تښتېدلي

د انځور حقوق AFP

افغان چارواکو بي بي سي ته ویلي، په هلمند ولایت کې د جګړې له کبله زرګونه وګړي له خپلو مېنو تښتېدلي دي.

ډېری تښتېدلي په مرکز لښکرګاه کې ځای پرځای شوي. د هلمند پر ګڼو سیمو له څو میاشتو راهیسې بریدونه روان دي.

افغان دولت د هلمند ناوې او ورڅېرمه سیمو ته د طالبانو د بریدونو تمبولو لپاره ځانګړي ځواکونه استولي دي.

طالبانو وروستیو کې د هېواد پر بېلابېلو سیمو بریدونه پیل کړي. په ۲۰۱۴ کال له هلمنده د بریتانیايي، امریکايي او نورو ځواکونو له وتلو وروسته طالبانو جګړې او بریدونه ډېر کړي دي.

په هلمند ولایت کې د کډوالو چارو چارسمبالي مشر نقیب الله بي بي سي ته وویل، د هلمند له بېلابېلو سیمو شاوخوا درې زره کورنۍ د جګړو له کبله خپلو کورونو او مېنو پرېښودو ته اړ شوې دي:

"دوی خوړو او نورو مرستو ته اړ دي. د خوړو نړیوال سازمان ادارې ۸۰۰ کورنیو ته د خوراکي توکو د مرستو رسولو ژمنه کړې، خو دا مرستې تر اوسه کندهار کې دي او د کندهار – هلمند ترمنځ غځېدلې لار دا مهال بنده ده".

د کندهار – هلمند د لویې لارې مسافرو ویلي، د لارې په بندېدو سره د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي.

د چارشنبې په ورځ طالبانو د ناوې ولسوالۍ د نیولو ادعا وکړه، چې حکومت یې دا خبره رد کړه او د لښکرګاه د ټینګولو خبره یې وکړه.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک بي بي سي ته وویل، د ناوې او ناد علي ولسوالیو جګړه کې تر ۸۰ ډېر طالب اورپکي وژل شوي او ټپیان شوي دي، خو کومې خپلواکې سرچینې دا خبر نه دی تایید کړی.

د انځور حقوق Abdulaziz Safdari
Image caption د هلمند نادعلي ولسوالۍ پر سر جګړې ته افغان امنیتي ځواکونه چمتووالی نیسي
د انځور حقوق EPA
Image caption ډېری بې ځایه شوي خلک مرکز لښکرګاه ته تللي

د هلمند په جګړه کې د امریکايي او افغان ځواکونو د هوايي بریدونو خبرونه هم ورکړل شوي.

ناوه د هلمند ولایت لپاره ستراتیژیک اهمیت لري، ځکه چې مرکز لښکرګاه ته د یوه مهم پله په توګه یادېږي.

افغان امنیتي چارواکي وايي، لښکرګاه به د طالبانو لاس ته له لوېدو وژغوري.

په ۲۰۰۶ کال بریتانیايي ځواکونه د هلمند د امنیت نیولو مسؤول وو، خو دوه کاله وړاندې افغانستان کې د ناټو جګړه ییز ماموریت پایته رسېدو سره له هغه ځایه ووتل.

افغانستان کې تر ۴۵۶ ډېر بریتانیايي سرتېري وژل شوي.

Image caption د لښکرګاه اوسېدونکي وايي، د خوراکي توکو بیې په لوړېدا دي

ورته مطالب