کندهار کې سړک غاړې ماین چاودنې څلور ملکي کسان وژلي

د انځور حقوق f

کندهار کې چارواکي وايي د دغه ولایت میوند ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې پایله کې څلور کسان وژل شوي دي.

د کندهار والي ویاند صمیم خپلواک وايي دغه کسان له شامیر کلا سیمې نه حوض مدت سیمې ته پر لاره وو، چې د شل غمي په سیمه کې یې ګاډی په هغه ماین وخوت، چې سړک کې ځای پر ځای شوی و.

وژل شوي کسان د جمعې ورځې بازار ته په ټونیس ډوله موټر کې روان وو، چې په حوض مدت سیمه کې د جمعې په ورځ ورته د شاوخوا سیمې خلک د پېر پلور لپاره ورځي.

د سیمې یوه اوسېدونکي بیا بي بي سي سره خبرو کې د وژل شویو کسانو شمېر پنځه یاد کړ. یوه اونۍ مخکې هم په دغه سیمه کې د ځايي خلکو یو تراکتور په دغه سیمه کې پر خښ شوي ماین وربرابر شو، چې پایله کې یې دوه ملکي کسان ووژل شول.

میوند ولسوالۍ کې دا وروستیو کې مخامخ جګړې لږ شوې ، خو د سړک غاړې ماینونو چاودنې پېښې ډېرې شوې دي.

بل لور ته کندهار کې ځايي چارواکي وايي د کندهار او هلمند تر منځ غځېدلې لاره یې له ماینونو پاکه کړې ده.