بي بي سي پښتو ټلويزوني خپرونه اوس په پاکستان کې پر مشرق ټي وي

د بي بي سي پښتو ټلويزوني پروگرام نړۍ دا وخت به د پاکستان د يوه نوي پښتو چېنل، مشرق ټي وي، د ورځنيو خپرونو برخه وي. مشرق ټي وي د اګست پر ۱۴ مه د يکشنبې/اتوار په ورځ خپلې خپرونې پيلوي.

د بي بي سي نړۍ دا وخت ، چې له لندنه په ژوندۍ بڼه (لائيو) د پاکستان پر وخت ۱۸:۳۰بجې خپرېږي، او د ٢٤ دقيقو په دې خپرونه کې د نړۍ او سيمې مهم خبرونه ليدونکو ته وړاندې کوي.

په خپرونه کې د جمعې په ورځ د لوبې په پروگرام کې د بېلو سپورټي پرمختياوو خبرونه لري چې په سيمه کې د کتونکو لپاره ‌ډېر په زړه پوري دي.

په پاکستان کې د پښتنو لپاره د مشرق ټي وي له لارې د بي بي سي نړۍ دا وخت دخپرولو ګام، په افغانستان کې ددې خپرونې تر برياليتوب وروسته پورته کيږي، چې اوس په کې د شمشاد ټلويزون له لارې د اوونۍ ۱،۶ میليونه کتونکي لري.

دا خپرونه په پاکستان کې د بي بي سي پر شته والي يوه بله زياتونه ده، چې اوسمهال په کې هره اوونۍ په پښتو، اردو او انګرېزي ژبو کې د ټلويزون، راډيو او نورو ډيجيټلي لارو ۱،۱۳ ميليونو خلکو ته رسيږي.

مشرق ټي وي، چې مرکز یې په پېښور کې دی، غواړي چې په پښتونخوا او اسلام اباد کې پښتنو ته خپلې خپرونې ورسوي.

د بي بي سي پښتو ټلويزوني خپرونه به پر بي بي سي پښتو يوټيوب چېنل او بي بي سي پښتو وېبپاڼې هم خپرېږي.