افغانستان کې د داعش د مشر مړینه 'تایید شوه'

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د امریکا ددفاع وزارت ویلي، په افغانستان او پاکستان کې د 'اسلامي دولت' (داعش) ډلې قومندان حافظ سعید خان تېره میاشت په هوايي برید کې وژل شوی دی.

د پنتاګون یوې سرچینې ویلي، ښاغلی سعید خان د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې وژل شوی.

خو 'اسلامي دولت' ډلې وویل، له بریده یې دغه مشر ژغورل شوی دی.

د جمعې په ورځ (اګست ۱۲/ زمري ۲۲) د امریکا دفاع وزارت یوه چارواکي وویل سعید خان د تېرې جولای میاشتې پر ۲۶مه د امریکا بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې ووژل شو.

په کابل کې د شیعه لږکیو پر یوه لاریون د 'اسلامي دولت' ډلې له خونړي برید درې ورځې وروسته حافظ سعید خان په نخښه شوی دی.

څلور ورځې وړاندې د افغان پوځ د یوه قومندان له خوا د هېواد په ختیځ کې د حافظ سعید خان وژل کېدل اعلان شول.

د اګست پر اتمه، جنرال زمان وزیري وویل، حافظ سعید خان او له هغه سره ملګري اورپکي له پاکستان سره پر پوله د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې په نخښه شوي دي.

داعش په تېر ژمي کې حافظ سعید خان، چې وړاندې د پاکستاني طالبانو مشر و، د 'خراسان ولایت' د والي په توګه وټاکه.

په 'خراسان ولایت' کې د داعش له انده افغانستان او پاکستان او ځینې ورڅېرمه سیمې شاملې دي.

د داعش خراسان څانګې د ۲۰۱۵ کال په جولای کې خپل فعالیت اعلان کړ.

تېر کال، افغان چارواکو ادعا کړې وه، چې حافظ سعید خان د امریکا څارګرې الوتکې په یوه برید کې ووژل شو، خو وروسته په ډاګه شوه چې نوموړی له یاد بریده روغ رمټ وتلی و.

په وروستیو کلونو کې داعش د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې خپل فعالیتونه ډېر کړي دي.

افغان امنیتي ځواکونه د امریکا د هوايي ملاتړ په مټ هڅه کوي چې د داعش د فعالیتونو مخه ونیسي، خو دغې ډلې څو ځلې له افغان ځواکونو او ان ځینې وخت له طالبانو سره خونړۍ جګړې کړې دي.

ورته مطالب