کندوز کې د ناامنیو زیاتېدو سره دفاع وزیر دغه ولایت ته تللی

د انځور حقوق MoD

د افغانستان په شمال کندوز کې د خان اباد ستراتیژیکې سیمې لاس په لاس کېدو وروسته امنیتي او دفاعي سرچینو ویلي چې د دې هېواد دفاع وزیر عبدالله حبیبي کندوز ته تللی دی.

د پوځ یوې سرچینې بي بي سي ته وویل، ښاغلی حبیبي کندوز کې د پوځ او پولیسو له لوړپوړو چارواکو سره په خبرو دی او د طالبانو پر ضد د عملیاتو ترسره کېدو لپاره طرحه برابروي.

د هېواد په شمال ختیځ حوزه کې د پولیسو ویاند محفوظ الله اکبري بي بي سي ته وویل، د دفاع وزیر اوسمهال کندوز کې دی، خو په دې اړه یې ډېر جزییات ورنکړل.

د کندوز مرکز کندوز ښار سوېل ختیځ کې د خان اباد ولسوالۍ تر سقوط وروسته، د لوی درستیز مرستیال جنرال مرادعلي مراد هم دې ولایت ته تللی و.

د خان اباد سیمه کې چې د تخار – کندوز لویه لاره ترې تېره شوې، پرون (اسد/زمري ۳۰مه) سهار مهال د طالبانو لاسته ولوېده او ماښام امنیتي او دفاعي چارواکو اعلان وکړ چې د دې سیمې کنټرول یې بېرته ترلاسه کړی دی.

ښاغلي مراد سیمه ییزو رسنیو ته ویلي، د کندوز – تخار پر لویه لاره ټولې امنیتي پوستې د طالبانو له ولکې ویستل شوي، خو د اوس لپاره د مسافرینو د تګ راتګ لپاره مناسبه نه ده.

د هغه په وینا، د شنبې په مازدیګر خان اباد کې ۴۳ طالبان چې یو شمېر یې د هغوی قومندانان و، ووژل شول او د دې ډلې ۱۵ نور غړي ټپیان شول.

د انځور حقوق AFP

بلخوا د افغانستان شمال ختیځه حوزه کې د پولیسو ویاند وویل، طالبانو د کندوز ښار په شمال کې د الچین پول یوه برخه چې د کندوز او شېرخان بندر لاره ترې تېرېږي، په بمونو الوزولې ده.

د راپورونو له مخې، طالبانو له څو ورځو راهیسې له امام صاحب ولسوالۍ نه د دې پول پر لور وړاندې تللي و، خو د ښاغلي اکبري په وینا، اوس دا پول د امنیتي ځواکونو په کنټرول کې دي.

خو طالبانو ویلي چې امریکایي الوتکو تېره شپه پردې پول بمونه غورځول او یوه برخه یې ویجاړه کړې او له امله یې د دوی درې وسله وال هم وژل شوي دي.

خو ښاغلي مراد او ښاغلي اکبري د طالبانو دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې دا پول د هغه بم د چاودنې له امله نړېدلی چې طالبانو یې لاندې ځای پرځای کړی و.

سیمه ییزو سرچینو ویلي، د دې پول له نړېدو سره د کندوز او امام صاحب ولسوالۍ ترمنځ لاره چې شېرخان بندر ته هم غځېدلې، پرې شوې او د خوراکي موادو بیې لوړې شوې دي.

ورته مطالب