د طالبانو شاته تمبولو سره د تخار خواجه غار کې وضعیت ارام شوی

د انځور حقوق TMIO

د افغانستان په شمال کې دولتي سرچینو ویلي، له خواجه غار ولسوالۍ نه د کندوز پر لور د طالبانو شاته تګ سره، دا سیمه اوس ارامه شوې ده.

د تخار د والي ویاند سنت الله تیمور بي بي سي ته وویل، اوسمهال (دوشنبه، سنبله/وږي لومړۍ، په سیمه ییز وخت غرمې وروسته ۳:۰۰ بجې) دولتي ځواکونه د تخار په لویدیځ کې د کندوز ولایت تر پولو رسېدلي دي.

هغه زیاته کړه، کومې کورنۍ چې خواجه غار ته د طالبانو له ورتګ سره بیځایه شوې وې، د بېرته ستنېدو په حال کې دي او د ښار دوکانونه پرانستل شوي او ژوند عادي حالت ته ګرځېدلی دی.

ښاغلي تیمور همداراز وویل، کومو ساعتونو کې چې طالبانو پر ښار کنټرول درلود، د خواجه غار بازار ځینې دوکانونه سوځول شوي او خلکو ته مالي زیان اوښتی دی.

د تخار ولایتي شورا پخواني غړي مجیب الرحمن راشدي بي بي سي سره مرکه کې پر دولتي چارواکو نیوکه وکړه چې امنیتي خبرداریو او پر خواجه غار د طالبانو د برید احتمال ته یې پام ونه کړ او دا ددې لامل شو چې دا سیمه د طالبانو لاسته ولوېږي.

هغه زیاته کړه په خواجه غار کې سیمه ییزو امنیتي ځواکونو یواځې سپکې وسلې لرلې په داسې حال کې چې طالبان پر درنو وسلو لکه، ټانګونو، توپ او نورو وسلو مجهز و چې دوی د کندوز په جګړه کې ترلاسه کړي و، پر خواجه غار برید وکړ.

دا موضوع وړاندې د تخار والي او د هغه ویاند سنت الله تیمور هم تایید کړه. ښاغلي ضیا وویل کله چې طالبان له ټانګونو سره امنیتي پوستو ته نژدې شول، هلته مېشتو امنیتي ځواکونو داسې انګېرله چې دولتي ځواکونه روان دي او له امله یې غافلګیر شول.

د انځور حقوق TMO

ښاغلي تیمور وویل، طالبان په سیمه ییز وخت د سهار په دوو بجو پر ټانګونو او موټرو سپاره روښانه څراغونو سره د امنیتي پوستو ته نژدې شول، پولیس تېر وتل چې ښایي دوی به دولتي ځواکونه وي.

د هغه په وینا، طالبانو د لومړنۍ پوستې په ۵۰ مترۍ کې جګړه پیل کړه او دې کار دولتي ځواکونه غافګیر کړل، خو د تخار د والي تر امر لاندې نور ځواکونه له درقد ټاپو نه پر وخت خواجه غار ته راورسېدل او طالبان یې د سهار شاوخوا ۸:۳۰ بجو د خواجه له مرکز نه وویستل.

د تخار د والي ویاند وویل، وروسته طالبانو له تخار نه ګاوندي کندوز لور ته شاته لاړل او اوسمهال د خواجه غار یوازې دوه کلي د طالبانو په کنټرول کې دي چې میاشتې وړاندې یې نیولي و.

خو ځینې مدني فعالان وایي چې طالبان لا هم د خواجه غار پر ډېرو سیمو ولکه لري، خو دا خبره دولتي چارواکي ردوي.

سنت الله تیمور په خواجه غار کې د تلفاتو په اړه وویل، د والي د دوو ساتونکو په ګډون پنځه دولتي سرتېري وژل شوي او د څلورو ساتونکو په ګډون اته نور ټپیان دي.

هغه زیاته کړه، په دې جګړه کې ډېر شمېر طالبان هم وژل شوي دي، خو د هغوی په اړه دقیقه شمېره په واک کې نشته. وړاندې دولتي سرچینو ویلي چې د شپږو طالبانو جسدونه د خواجه غار په ښارګوټي کې پاتې و.

طالبانو بیا ویلي چې دولتي ځواکونو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده، خو په دې اړه یې کومه شمېره نه ده ورکړې. دغې ډلې نن سهار خواجه غار ښار ته د ننوتلو خبر ورکړی و خو د شاته تګ په اړه یې څه نه دي ویلي.

خواجه غار په داسې حال کې لاس په لاس کېږي چې طالبانو وړاندې دولتي ځواکونه د تخار په شمال درقد ټاپو کې چې په امو سیند کې پروت دی، کلابند کړي و او دوه ورځې وړاندې یې په کندوز کې د خان اباد ولسوالۍ کنټرول هم د څو ساعتونو لپاره په لاس کې واخست.

ورته مطالب