افغانستان: دا ځل د خپلواکۍ جشنونو تر ډېره ولسي رنګ درلود

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پلازمېنه کابل او نورو ښارونو کې د افغانستان دخپلواکۍ ۹۷ کلیزه له نورو کلونو سره په توپیر یاده شوه، داسې چې لمانځنو یې تر ډېره ولسي رنګ درلود.

کابل کې پر واټونو خلکو خوښۍ کولې موټرونو، هټیو او لارو، کوڅو کې ملي بیرغونه لګول شوي و.

په غازي لوبغالي کې سپورتي نندارې او اتڼونه وو او ګڼ خلک له بېلابیلو سیمو دلته ور ټول وو.

Image caption ګڼو افغانانو تېره کرۍ شپه د خوښۍ په لمانځلو تېره کړه

ولسمشر محمد اشرف غني له نورو لوړ پوړو چارواکو سره د دفاع وزارت په انګړ کې د ازادۍ پر څلي د ګلونو ګیډۍ کیښودې. په لنډو خبرو کې یې د خپل هېواد د روانې جګړه خبره یاده کړه او له مذهبي مشرانو او ملایانو یې وغوښتل د ده دحکومت او امنیتي ځواکونو ملاتړ دي وکړي.

ولسمشر غني وویل، له بده مرغه د خپلواکۍ ورځ داسې حالاتو کې لمانځي چې دخپلواکۍ ساتنې ته لا پسې هوډ تازه کوي، خو وايي 'افغانستان به هېڅکله چاته اجازه ورنه کړي چې بهرنی سیاست یې ولکه کړي'

Image caption له کابل ور هاخوا په نورو افغان ښارونو کې جشنونه خورا په ولولو و.

په ټولنیزو رسنیو کې افغانانو د خپلواکۍ ورځ د پخواني ټولواک شاه امان الله د مبارزې په یادوونه توده ساتلې وه، چې غوښتل یې افغانستان دې د پرمختګ لپاره ځینې ناوړه رنګونه لیرې کړي په ځانګړې ډول دنجونو دزده کړو او له نورې نړۍ سره په ټکنالوژۍ کې دسیالۍ خبره.

خو له کابل ور هاخوا په نورو افغان ښارونو کې جشنونه خورا په ولولو و.

ننګرهار:

ختیځ ښار جلال اباد کې چې له یوې اونۍ راهیسې تیارۍ روانې وې، د ښار ټول واټونه په بیرغ رنګ و او تېره ګرده شپه په یوه لوبغالي کې خلکو په اور لوبو او سندرو سبا کړه. ګڼو مېرمنو او ځوانانو د شاه امان الله خان پر مزار د ګلونو ګېډۍ کېښودې او ځايي چارواکو د پوځي پریډ تابیا کړې وه، لوبغاړو سپورتي نندارې وړاندې کړې.

بلخ :

مزار شریف ښار کې خلکو د امان الله خان په نوم تازه ودان شوي څلي ته د درناوي هیلې ور وړې وې او دښار پر سړکونو د خوښۍ لاریونونه وو. ورڅېرمه ولایت کندوز کې هم تر نورو ښارونو غونډې ډېرې تودې وې.

کندهار:

په کندهار کې دموټرو کاروانونه جوړ وو، کوڅه په کوڅه ګرځیده او دشاه امان انځورونه یې لېږدول. ورځ تر ډېره په میله ځایونو او تاریخي سیمو کې په خوښیو تېره شوه.

د انځور حقوق
Image caption د افغانستان بېلو سیمو کې د خپلواکۍ جشن په مناسبت غونډې شوې

په سویل ختیځ ښار ګردیز او نورو ټولو ښارونو کې لوی او واړه جشنونه جوړ وو او زرګونه ملي بیرغونه د دې ورځې لپاره چمتو شوي وي.

د اسداباد پېښه:

تر ټولو بوږنونکې د ختیځ ښاراسداباد د جشن شیبې وې. سهار مهال د ښونځیو زده کونکو او نورو کم عمره ځوانانو دغه ښار کې د لمانځنې مراسم پیلول او د ماشومان یو لوی مارش د ښار لوی لوبغالي ته پر لاره و، چې دهاوان څو ګولۍ په ا سدباد د ډېورنډ له کرښې وار شوې.

پېښه کې درې تنه ووژل شوو او ۴۵ نور ټپیان شوو، چې ډېری یې ماشومان وو.

د انځور حقوق

د فهیم نومې یوه ماشوم انځور پر خواله رسنیو کې ډېر ښکته پورته شو، چې تندی یې په ملي بیرغ تړلی، ګریوان یې څېرې، دوینو خاپونه ورپورې او د روغتون پر بستر اکسیجن ته پروت و.

فهیم څلور ساعته له ټپونو وکړیده او بیا یې ساه ورکړه.

د کونړ پېښه د هغه هېواد لپاره چې خلک یې خوښیو ته د پلمو لټون کوي، یو بد خبر، خو هغه انځور و چې هره ورځ یې افغانان ګوري.

ورته مطالب