هلمند کې ټپي شوي امریکايي پوځي ساه ورکړه

د انځور حقوق EPA
Image caption تېرو څو اونیو کې د هلمند سختو نښتو د ډېرو اندېښنې راپورته کړې

افغانستان کې مېشت امریکايي ځواکونه وايي یو سرتېری یې چې په مرکز لښکرګاه کې ټپي شوی وو، نن ( اګست ۲۳ ) مه یې ساه ورکړه.

د دغو ځواکونو له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې پېښه کې د یوه بل ټپي شوي پوځي روغتیا ښه ده.

اعلامیه کې دغه راز ویل شوي، دغه پوځیان د افغان امنیتي ځواکونو د مرستې او روزنې پر چارو بوخت وو، چې ګاډی یې د سړک غاړې پر ماین وخوت او دواړه ټپیان شوو.

څو ورځې وړاندې هلمند کې د افغان امنیتي ځواکونو مرستې لپاره ۱۰۰ کسه امریکايي پوځیان لښکرګاه ته رسېدلي دي.

له تېرو څو اونیو راهیسې د هلمند په بېلا بېلو سیمو کې د حکومتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ د سختو نښتو له کبله اندېښنې راپورته شوې او د امریکا هوايي ځواکونو هم دغه ولایت کې فعالیت پیل کړی دی.

اوس په افغانستان کې د پرېکنده ملاتړ ماموریت لړ کې ۹۸۰۰ امریکايي او د نورو ناټو غړو هېوادونو نژدې درې زره پوځيان مېشت دي او د دوی دنده د افغان امنیتي ځواکونو روزنه، مشوره او ملاتړ دي.