افغانستان کې وزلوبه رسمي شوه

وزلوبه د انځور حقوق AFP
Image caption د افغانستان په شاوخوا ۲۲ ولایتونو کې د وزلوبې لوبډلې شته او لسګونه لوبغاړي هم لري

د افغانستان د اولمپیک ملي کمېټه وايي، وزلوبه یې د هېواد د ملي لوبو په نوملړ کې په رسمي توګه ثبت کړې ده. د افغانستان د وزلوبې فدراسیون نن (شنبې) په رسمي بڼه کار پیل کړ.

د دغه هېواد اولمپیک کمیټه وایي د وزلوبې نوی قانون چې شاوخوا یو کال وړاندې تصویب شوی، د ژویو خودیتابه ته یې ځانګړې پاملرنه کړې.

هغه ژوی چې د سیالۍ، ګټلو لپاره لاس په لاس کېده اوس یې پر ځای له پلاستیکي توکو د جوړ شوي ورته څاروي څخه ګټه اخیستل کېږي.

وز لوبه خورا لګښتي، خو پخوا د بې وزلو، بزګرو او شپنو لوبه وه.

د زرګونو کلونو دودیزه سیالۍ ده. د اولمپیلک کمېټې له خوا یې د ملي سیالۍ نوم اخیستی خو دولتي چارواکو لا هم په رسمي ډول ملي نه ده اعلان کړې.

د وزلوبې فدراسیون شاوخوا دیارلس کاله وړاندې په غیر رسمي بڼه کار پیل کړی و چې ایله اوس د دې فدراسیون کار د اولمپيک کمیټې له خوا رسمي اعلان شو.

د اولمپیک کمېټې چارواکی محمود حنیف وایي په نړیواله کچه د دې لوبې ودې لپاره یې ځینې قوانین د دې لوبې فدراسیون ته جوړ کړي و چې وروسته له دې به په لوبو کې پلي کېږي:

''موږ وغوښتل د دې لپاره چې دا لوبه د افغانستان او نړیوالې اولمپیک کمېټې په معیارونو او اډانه برابره شي نوی قانون مو ورته جوړ کړ.

د قانون یوه برخه هم د لوبې د څاروي پلاستیکي بڼه وه چې له نېکه مرغه دا پلي کېږي او وروسته له دې به چین کې تولیدېږي.''

د انځور حقوق AFP
Image caption وزلوبې په شمالي ولایتونو، بلخ، جوزجان، سمنګان، بدخشان، تخار، كندز، بغلان، فارياب او پروان ولايتونو كې چې هوا یې سړه ده ډېر پرمختګ کړی
د انځور حقوق AFP
Image caption د وزلوبې مخکیني قانون د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پرمهال جوړ شوی و چې د ډیرو په وینا په دغه قانون کې د ژویو حقونه تر پښو لاندې شوي وو.

د وزلوبې نوی قانون چې شاوخوا یو کال وړاندې تصویب شو، ډېر هغه څه له دې لوبې لرې کړای شول چې د ژویو پر وړاندې تاوتریخوالي یادېده.

د دغه قانون پربنسټ، هغه ژوی چې د سخي یا د غوا د بچي په نوم په دې لوبه کې د لوبغاړو ترمنځ لاس په لاس کېده پرځای یې اوس دې ته ورته پلاستیکي هغه په لوبه کې کارول کیږي چې د هماغه ژوي په اندازه به وي.

د لوبو پرمهال به د لوبغاړو له خوا اسونه په درنو قمچینو وهل کېدل چې دغې چارې ته په دې قانون کې د پای ټکی اېښودل شوی او د نورو لوبو په څېر لوبغاړي په ژېړو او سرو کارتونو ګواښل کېږي.

د وزلوبې د فدراسیون سکرتر جنرال خیر محمد ایمن سانچارکي وایي د نوي قانون ډېره برخه د ژویو د حقونو خودندیتابه ته ځانګړې شوې چې غواړي په دې ډول نړیوالې مرستې له دغه لوبې سره ډیرې شي:

''موږ سره چا هم مرسته نه ده کړې خو دا چې دې لګښتي لوبې سره دا خلک مینه لري ملي لوبه یې ګڼي تر دې دمه په خپلو شخصي لګښتونو لګیا دی او کار ورته کوي. هیله ده وروسته له دې نوي قانونه نړیوال موږ سره مرسته وکړي.''

د انځور حقوق AFP
Image caption وزلوبه خورا لګښتي، خو پخوا د بې وزلو، بزګرو او شپنو لوبه وه.

لوبغاړو ته ځانګړې جامې، په برابر ډول د لوبو د ډګر ویشل، په یوه سیالۍ کې د لوبغاړو شمېر له شلو تر څلورویشتو تنو، د ورزشي اسونو نوم لیکنه، ژویو ته د روغتیایي مرکزونو جوړول د دغه قانون نور مهم ټکي دي.

په بلخ کې د وز لوبې لوبغاړی حسن پهلوان چې کلونه کیږي دغه لوبه کوي د دغه نوي قانون هر کلی کوي او ګټور یې بولي.

د وزلوبې مخکیني قانون د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پرمهال جوړ شوی و چې د ډیرو په وینا په دغه قانون کې د ژویو حقونه تر پښو لاندې شوي وو. د وزلوبې فدراسیون وایي هر کال په وزلوبه کې ۵ زره ژوي ذبح کېدل چې اوس ترې مخنیوی کیږي چې له دې سره به د لوبې لګښت هم کم شي.

د افغانستان په شاوخوا ۲۲ ولایتونو کې د وزلوبې لوبډلې شته او لسګونه لوبغاړي هم لري، خو دغې لوبې د نورو ولایتونو په پرتله په شمالي ولایتونو، بلخ، جوزجان، سمنګان، بدخشان، تخار، كندز، بغلان، فارياب او پروان ولايتونو كې چې هوا یې سړه ده ډیر پرمختګ کړی.

د انځور حقوق AFP
Image caption د وزلوبې نوی قانون چې شاوخوا یو کال وړاندې تصویب شو، ډېر هغه څه له دې لوبې لرې کړای شول چې د ژویو پر وړاندې تاوتریخوالي یادېده.

ورته مطالب