"افغانستان کې د ګوزڼ دوې تازه پېښې ثبت شوې دي"

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي پلازمېنه کابل او پکتیکا ولایت کې د پولیو يا ګوزڼ دوه تازه پېښې ثبت شوې دي.

د روغتيا وزارت د پوليو پر ضد واکسين پروګرام مشر ميوند احمدزی د پوليو د نويو پېښو په اړه وويل، "اوس په ټول افغانستان کې د ګوزڼ اته پېښې شته، چې يوه مياشت وړاندې شپږې وې".

د نوموړي په وينا اوس دوې نوې پېښې يوه د کابل ښار او بله د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې ثبت شوې دي.

ښاغلي احمدزي وويل، که چېرې دغه وزارت وتوانېږي چې ټول ماشومان واکسين کړي، نو د ۲۰۱۶ کال تر وروستيو پورې به په ماشومانو کې د ګوزڼ ناروغي له منځه ولاړه شي.

دغه وزارت نن (۲۸ اګست) د پوليو ضد ملي کمپاين په پرانيست غونډه کې اعلان وکړ چې ۹،۵ ميليونه ماشومانو ته به په راتلونکو پنځو ورځو کې د پوليو ضد واکسين ورکړل شي.

د روغتيا وزارت چارواکی وايي، وېره لري چې په ځینو نا امنو سیمو کی به نژدې درې سوه زره ماشومان له واکسینه بې برخې پاتې شي.

دوی وايي دغه ماشومان په هغو سيمو کې ژوند کوي چې هلته جګړه ده، د دوی په وينا د حل لار يې سوله او يا هم وسله وال دې د واکسين مخالفت نه کوي.

د افغانستان د روغتيا وزير فيروز الدين فيروز له علماو او کورنيو غوښتي چې د خپلو ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره دې د روغتيا وزارت سره همکاري وکړي.

د انځور حقوق GETTY IMAGES

د روغتيا وزارت چارواکي وايي چې کندهار او هلمند له هغو ولايتونو دي چې د ګوزڼ ناروغۍ وېره يې ډېر ګواښي.

په وروستیو کلونو کې افغانستان کې د ماشومانو ګوزڼ له منځه وړلو لپاره هڅې ډېرې شوې دي او پر څلورو سراسري کمپاینونو سربېره، څو سیمه ییز کمپاینونه هم ترسره کېږي.

پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ، دغه وایروس اوس مهال د نړۍ په لر او بر کې یوازې په دوو هېوادونو افغانستان او پاکستان کې لاهم ماشومان په تلپاتې معیوبۍ اخته کوي. په ۲۰۱۵ کال کې په یادو دوو هېوادونو کې پولیو ناروغۍ ۷۴ ماشومان معیوب کړي وو.

ورته مطالب