'طالبان له وزیرستانه خوست ته مرکزونه لېږدول غواړي'

د انځور حقوق
Image caption د پکتیا جاني خېل ولسوالۍ تیره شنبه د طالبانو لاس ته ولوېده او په مشرانو جرګه کې د پکتیا د استازي محمدا جان په خبره، د څلویښتو په شاوخوا کې افغان سرتیري په کې وژل شوي دي.

د لویې پکتیا د ځوانانو د ټولنو ګډه جرګه وایي، طالبان غواړي له وزیرستانه خپل پوځي مرکزونه د خوست موسی خېلو ولسوالۍ ته ولېږدوي.

د خوست د موسې خېلو ولسوالۍ د پکتیا له جاني خېلو ولسوالۍ سره ګډه پوله لري او جاني خېل ولسوالۍ تېره شنبه د طالبانو لاس ته ولوېده.

کابل کې زموږ همکار اسدالله لودین خپل راپور کې وايي، د لویې پکتیا د ځوانانو د ټولنو ګډه جرګه له اړوندو چارواکو غواړي چې ژر تر ژره د جاني خېلو ولسوالۍ د طالبانو له ولکې وباسي، چې په څنګ لورې ولسوالۍ موسي خېلو کې د طالبانو د پوځي مرکزونو د جوړیدو مخنیوی وشي.

د دغې جرګې د مشرتابه غړو او د پکتیا یوشمېر وکیلانو په یوه خبري ناسته کې د جاني خېلو اوسنی وضعیت د اندېښنې وړ وباله او ويې ویل که پام ورته ونه شي، لوی بشري ناورین به په کې رامنځ ته شي.

ددغې جرګې د دارالانشاء مشر حمد الله همدرد د پرېکړه لیک له لارې خپلې غوښتنې بیان کړې:

''په دولت او نړیوالې ټولنې غږ کوو چې په جاني خېلو ولسوالۍ کې د ستر بشري ناورین مخه ونیسي، مخالفین پلان لري چې د سیمې د استخباراتو په مشوره د خوست په موسی خېلو ولسوالۍ کې چې د پکتیا له جاني خېلو ولسوالۍ سره ګډه پوله لري، دایمې اډې جوړې کړي، زموږ غوښتنه داده چې د دویم وزیرستان د جوړیدو مخه باید ونیول شي.''

بل لورته د پکتیا د ولایتي شورا غړی وکیل سردار خان ملنګزوی بي بي سې ته وویل، د پکتیا د جاني خېلو ولسوالۍ له ناامنۍ سره به د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر امنیت نور هم خراب شي.

د پکتیا جاني خېل ولسوالۍ تیره شنبه د طالبانو لاس ته ولوېده او په مشرانو جرګه کې د پکتیا د استازي محمدا جان په خبره، د څلویښتو په شاوخوا کې افغان سرتیري په کې وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د طالبانو لاس ته د جاني خېلو د لوېدو پر مهال طالبانو ته یوشمیر وسلې او تجهیزات هم په لاس ورغلي دي.

د پکتیا د والي ویاند نقیب احمد اتل بیا بي بي سي ته وویل، د جاني خېلو د بیرته نیولو لپاره پلان جوړ شوی او ډاډ یې وښود چې طالبانو ته به په جاني خېلو او موسی خېلو ولسوالیو کې د مرکزونو د جوړولو موقع ورنه کړي:

''زموږ امنیتي ادارې پر دې کار کوي او پلان ورته جوړ شوی چې ژر تر ژره جاني خېل ولسوالۍ د طالبانو له ولکې وباسي، له مرکزه هم یو پلاوی راغلی او په دې پلان کار کوي چې جاني خېل بیرته ونیسي او بیا په کې طالبانو ته د فعالیت زمینه برابره نه شي، دغه اندېښنه مونږ ته رسیدلې چې حقاني شبکه غواړي په جاني خېلو او موسي خېلو ولسوالۍ کې مرکزونه جوړ کړي، خو امنیتي ځواکونه به اجازه ورنه کړي.''

د انځور حقوق AFP
Image caption جاني خېل د پکتیا یوه غرنۍ او سرحدي ولسوالي ده، چې څو ورځې وړاندې هم ددې ولسوالۍ د نیولو لپاره طالبانو بریدونه وکړل

پر پکتیا سربېره دا مهال په هلمند، کندوز، تخار، ننګرهار، بغلان، غور، فاریاب او یوشمېر نورو ولایتونو کې هم د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې روانې دي.

که څه هم تیره اوونۍ د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ژمنه وکړه چې د ټول هېواد په کچه د روانو جګړو د کمولو تابیا نیول شوې، خو لا هم د جګړو اور نه دی سوړ شوی.

ورته مطالب