د افغانستان سوېل ختیځ پکتیا کې لسګونه طالبان وژل شوي

د انځور حقوق f

د افغانستان په سوېل ختیځ ولایت پکتیا کې سیمه ییز چارواکي وایي؛ په جاني خېلو او څمکنیو ولسوالۍ کې د افغانستان دولتي سرتېرو او نړیوالو ځواکونو په ځمکنیو او هوایي بریدونو کې ۱۷۰ طالبان وژل شوي دي.

د پکتیا د والي ویاند نقیب احمد اتل بي بي سي ته وویل، ددې ولایت د جاني خېلو ولسوالۍ بشپړې تصفیې لپاره عملیات روان دي.

هغه زیاته کړه، د هوایي عملیاتو مشري ناټو کوي او د طالبانو پرضد ځمکني عملیات دولتي ځواکونه مخته وړي.

ښاغلي اتل وویل، په دې جګړو کې یو شمېر طالبان ټپیان شوي هم دي.

د افغانستان پوځ ویلي، د "نجات" په نوم دا عملیات په دوو ولسوالیو جاني خېل او څمکنیو کې پیل شوي دي.

د ۲۰۳ تندر قل اردو په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغو عملیاتو کې ۹۵ طالبان وژل شوي چې څلور یې د عبدالولي، نسیم جان، کاکی وزیر او خیر په نوم قومندانان دي چې جانی خېلو کې وژل شوي.

څو ورځې وړاندې ذبیح الله مجاهد چې ځان د طالبانو ویاند پېژني په خپل ټویټر پاڼه کې ولیکل چې د جاني خېلو ولسوالۍ مرکز او امنیه قومنداني او ۱۰ امنیتي پوستې ددوی وسله والو نیولي دي.

د پکتیا ولایت ویاند هغه مهال د طالبانو دا ادعا چې جاني خېلو ولسوالي یې د دولت له کنټروله بهر کړې، رد کړې ده.

ورته مطالب