د افغانستان تازه مېوې د هوا له لارې هند او دوبۍ ته استول کېږي

د انځور حقوق ASAP
Image caption د افغانستان حکومت لا نه دی توانېدلی چې دې هېواد کې تولیدېدونکو مېوو ته مناسب بازار پيدا کړي

د افغانستان د سوداګرۍ خونه وایي؛ د افغانستان له حکومت سره په همغږۍ په پام کې لري چې د هېواد تازه مېوې د هوا له لارې هند او متحده عربي اماراتو ته صادرې کړي.

ددې خونې مرستیال خانجان الکوزی وایي، د هند حکومت ژمنه کړې چې دغه هېواد ته د افغانستان له صادراتي مېوو مالیه نه اخلي.

د روان کال په جوزا/غبرګولي میاشت کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تر سرحدي شخړو وروسته د افغان سوداګرو په وینا د کابل او اسلام اباد ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه کمه شوې ده.

ددغې ترېنګلتیا په لړ کې د تورخم سرحدي دروازه د ۵ ورځو لپاره تړلې وه. پاکستان د اسد/زمري په ۲۷مه له افغانستان سره په په سوېلي ولایت کندهار کې د سپین بولدک پوله وتړله پاکستاني چارواکو ددې کار لامل هلته یوه اعتراضي لاریون کې د پاکستان بیرغ سوځول بللي.

ښاغلی الکوزی وایي، پاکستان په قصدي ډول غواړی چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د صادراتو کچه کمه شي.

هغه وویل، پاکستان نور له افغانستان سره سوداګري نه غواړي او د افغانستان دولت باید خپلو سوداګرو لپاره د سوداګرۍ نورې لارې پرانیزي.

د هغه په وینا، وړاندې د کندهار سپین بولدک له لارې پاکستان ته هره ورځ ۶۰ کانټینره تازه مېوې استول کېدې چې اوسمهال د پولې تړل کېدو له امله دا لړۍ په ټپه درېدلې ده.

د انځور حقوق ASAP
Image caption د نړیوالو بازارونو نشتوالي له امله هرکال د مېوو په فصل کې د افغانستان مېوې په ډېره ارزانه بیه پلورل کېږي

هغه وویل، تراوسه څو ټنه تازه مېوې د هوا له لارې نوي ډيلي ته لېږل شوې دي.

هغه وویل، ولسمشر محمد اشرف غني د هوا له لارې د افغانستان د مېوو صادرولو لپاره یو کمیسیون ټاکلی، ترڅو کومې مېوې چې اوسمهال په کابل او کندهار کې دي بهر ته ولېږدوي.

هغه زیاته کړه، ډیلي او دوبۍ ته ددغو مېوو لېږدولو ته د اریانا هوایي شرکت چمتووالی لري او له بلې خوا هند هم ژمنه کړې چې ددغو مېوو لېږدولو لپاره به الوتکې د افغانستان په واک کې ورکړي.

ښاغلي الکوزي د ټول افغانستان او په ځانګړې توګه کندهار ولایت له سوداګرو وغوښتل چې ددې هېواد سوداګرۍ خونې ته ورشي او مشخصه کړي چې د صادرولو لپاره څومره مېوه لري.

ورته مطالب