هرات کې د قبرونو ډبرینو لوحو د غلا مخنیوي لپاره موزیم جوړېږي

Image caption د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي؛ ددې ولایت بېلابېلو سیمو کې له مشهورو زیارتونو او د فرهنګي څېرو له قبرونو سلګونه ډبرینې لوحې لوټل شوي.

د افغانستان په لویدیځ کې د هرات ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست؛ په دغه ولایت کې د مشهورو فرهنګي څېرو له قبرونو د ډبرینو لوحو لوټل کېدو د مخنیوي لپاره د یوه ځانګړي موزیم جوړولو پر طرحې کار کوي.

ددې ادارې چارواکي وایي، ددې موزیم په جوړېدو سره به دا تاریخي اثار به هلته راټول او وساتل شي.

دا ریاست د ورکو شویو تاریخي ډبرینو لوحو کره شمېره نه لري، خو اټکل کوي چې په تېرو دوو لسیزو کې د هرات په بېلابېلو سیمو کې له مشهورو زیارتونو سلګونه ډبرې لوټل شوې وي.

چارواکو همداراز د لرغونو اثارو د قاچاق کوونکو له منګولو لسګونه لوحې بېرته ترلاسه کړې دي، خو دا لوحې بیا هېڅکله هم پر قبرونو ونه لګول شوې.

د غلو او لوټمارانو په لاس دا ډول لسګونه ماتې شوې ډبرینې لوحې اوس د هرات په اختیار الدین کلا کې په یوه تیاره خونه کې پټ ساتل کېږي.

Image caption دا د تیموریانو دورې مشهور انځورګر او میناتوریست کمال الدین بهزاد د قبر ډبره ده چې اوس د هرات موزیم کې ساتل کېږي

د هرات فرهنګی ادارې چارواکي وایي، ددې لپاره چې دا ډبرې اسانه ولېږدول شي، غله یې په منځ څو ټوټې کوي، خو ځینې نور بیا وایي چې دا ډبرې یوازې وړلو کې د اسانتیا لپاره نه پرې کېږي، بلکې یو شمېر کسان د مشهورو تاریخي څېرو د هویت لمنځه وړلو لپاره دا کار کوي.

هرات کې د تیموریانو دورې مشهور انځورګر کمال الدین بهزاد د زیارت ارزښتناکه ډبرینه لوحه هم غلو ماته کړه، خو په وړلو یې بریالي نه شول.

اوس دا ټولې لوحې د هرات لرغونې کلا ته لېږدول کېږي او پر ځای یې نوې لوحې اېښودل کېږي.

Image caption د تاریخي اثارو لوټل کېدل په افغانستان کې تل د اندېښنې وړ ستونزه پاتې شوې ده

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال جاوېد ضرغام بي بي سي ته وویل، نوی موزیم د دغو پخوانیو تاریخي لوحو د ساتلو لپاره په پام کې نیول شوی دی.

هغه وویل: "موږ په لسګونو هغه ډبرینې لوحې چې غلو یې له هېواد د ویستلو هڅه کړې وه او د پولیسو لخوا کشف او نیول شوي، بېرته دلته راټول کړي دي. دا اثار به دلته د لنډ مهال لپاره پاتې وي. موږ هڅه کوو چې د هرات د تاریخي ډبرینو لوحو موزیم ډېر ژر پرانېزو."

خو دا یوازې ډبرینې لوحې نه دي چې د لوټل کېدو له ګواښ سره مخ دي. په لرې پرتو لرغونو سیمو کې ناقانونه کېندنو هم فرهنګیان اندېښمن کړي دي.

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي غواړي چې د لرغونو اثارو د ساتلو لپاره ځانګړي امنیتي ساتونکي وګومارل شي، خو تراوسه ددې کار کوم څرک نه تر سترګو کېږي.

د هرات امنیه قومندانۍ د مطبوعاتو یوه چارواکي سید احمد محمدي وایي، دا کار د هرات د پولیسو له واک وتلې خبره ده.

هغه وویل، دوی دا غوښتنه کابل کې د لوړپوړو چارواکو تر غوږونو رسولې، خو دوی هم د فرهنګیانو په څېر انتظار باسي چې کله به یې ځواب ومومي.

د هرات یو شمېر فرهنګیان بیا د لرغونو توکو د خوندي کولو لپاره د خلکو پر رول ټینګار کوي، خو د نصر الدین سلجوقي په څېر کسان چې د هرات تیموریانو دورې د هنرونو په تړاو یې یو کتاب لیکلی بیا وایي، په دې برخه کې له خلکو هله د مرستې تمه کېدای شي چې ددې اثارو په ارزښت پوه شي.

ښاغلي سلجوقي وویل، "یوازینۍ خبره چې ډېره مهمه ده د خلکو پوهاوی دی. دوی باید پوه کړای شي چې ډبرینې لوحې یعنې څه؟ په دې تړاو باید د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست خلکو ته معلومات ورکړی."

هغه همداراز ځوان څېړونکي هڅوي چې د افغانستان د ټولو لرغونو اثارو د معیاري پېژندلو لپاره لیکنو ته ملا وتړي. د ښاغلي سلجوقي په خبره، دا کار به ددغو اثارو د سمې پېژندنې او ساتنې زمینه برابره کړي.