''د سپین بولدک او چمن تر منځ د تړلې دروازې پر پرانیستلو هوکړه شوې''

د انځور حقوق EPA
Image caption دغه لار دافغانستان لپاره مهمه ټرانزیټي لاره هم بلل کېږي.

پاکستاني چارواکي وايي، پر ډېورنډ پوله د سپین بولدک او چمن تر منځ د تړلې دروازې پر پرانیستلو هوکړه شوې.

کوټه کې د فرنټیر کور نومي ځواک یوه ویاند رسنیو ته وویل، چې د چهارشنبې په ورځ د دواړو هېوادونو د سرحدي ځواکونو تر منځ د دغې دروازې پرانیستلو لپاره خبرې شوې دي.

د ویاند په خبره دغو خبرو کې پرېکړه شوې، چې د سپتمبر پر لومړۍ ورځ به دغه دروازه پرانیستل شي.

دغه دروازه د اګست میاشتې په ۱۸ نېټه پاکستاني چارواکو تړلې وه.

جنجال له هغه لاریونه پیل شو، چې له ډیورنډ کرښې ورها خوا دهندوستان پر خلاف وشو.

افغان پوله ساتي ځواکونو ویل، دافغان ولسمشر انځورونو ته سپکاوی وشو او دسیمې د دغې غاړې خلکو یې غبرګون کې پاکستانۍ جنډه په اور وسوځوله.

له هغه وروسته اړیکې خړې پړې شوې او هغه دروازه وتړل شوه چې د کرښې د دواړو غاړو زرګونه کسان پرې تګ راتګ لري او د میلیونونو ډالرو کاروبار پرې کېږي.

د انځور حقوق
Image caption له دې مخکې د دواړو هېوادونو سرحدي ځواکونو غونډه بې پایلې وه

دغه لار دافغانستان لپاره مهمه ټرانزیټي لاره هم بلل کېږي.

د افغانستان سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزي په وینا د کندهار سپین بولدک له لارې پاکستان ته هره ورځ ۶۰ کانټینره تازه مېوې استول کېدې چې د پولې تړل کېدو له امله دا لړۍ په ټپه ودریده.

پاکستان د سپین بولدک او چمن تر منځ د دغې دروازې پرانیستلو پرېکړه داسې مهال کړې، چې هند د افغانستان سویلي سیمو نه هند او دوبۍ ته د تازه میوو لېږدولو لپاره کندهار ته باروړونکې الوتکې لېږلې.

د خان جان الکوزي په وینا هندي چارواکو ژمنه کړې، چې دغه هېواد ته د افغانستان له صادراتي مېوو مالیه نه اخلي.