لوګر کې پر څرخ ولسوالۍ د طالبانو ډله ییز برید

د انځور حقوق AFP
Image caption لومړی د ولسوالۍ نظام قراول کې موټربم ځانمرګی برید شوی بیا وسله والو ډزې پیل کړې

د افغانستان پلازمېنې کابل څنګلوري ولایت لوګر د څرخ ولسوالۍ پر ودانۍ وسله والو طالبانو له موټربم چاودنې وروسته ډله ییز برید کړی. ځايي چارواکي وايي، شپږ برید کوونکي وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي، خو طالبان مخالف لوري ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.

د لوګر د والي ویاند سلیم صالح بي بي سي ته وویل، د پنجشنبې پر ورځ ګهیځ پنځه بجې څرخ ولسوالۍ ته څېرمه نظام قراول سره موټربم ځانمرګی برید وشو او بیا وسله والو ډزې پیل کړې.

نوموړی وايي، وسله وال ولسوالۍ ته څېرمه یوه ښوونځي ته ننوتل او له هغه ځایه یې پر ولسوالۍ ډزې پیل کړې.

د لوګر د والي ویاند وايي، د افغان مرستندویه ځواکونو په همکارۍ شپږ برید کوونکي ژر له منځه یووړل شول، خو جګړه کې د ملي اردو او ملي پولیسو دوه سرتېري ټپیان شوي دي.

خو د لوګر ولایتي شورا غړي حسیب الله ستانکزي بي بي سي ته وویل، په جګړه کې د ملي اردو یو سرتېری وژل شوی او د څرخ امنیه قومندان سربېرن ټپي شوی دی.

نوموړی وايي، ولسي خلک د جګړې له وېرې په کورونو کې ایسار پاتې دي.

د برید پړه وسله والو طالبانو منلې او د څرخ د ولسوال او امنیه قومندان د وژل کېدو ادعا کوي، خو د لوګر د والي ویاند یې دا ادعا رد کړه.

د ذبیح الله مجاهد په نامه د طالبانو یوه ویاند رسنیو ته په استول شوې ویناپاڼه کې ویلي، په برید کې د دوی دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

څرخ د لوګر ولایت د مرکز پل علم سوېل لور ته په ٣٠ کيلومترۍ کې پرته نا امنه ولسوالي ګڼل کېږي.

د تېر جون پر پنځمه، وسله والو طالبانو د لوګر ولایت پر محکمې غبرګ ځانمرګي بریدونه وکړل، چې لږترلږه اوه کسان یې ووژل او ۲۳ نور یې ټپیان کړل.

ورته مطالب