د حبیب الله کلکاني د بیاځلې ښخولو مراسم کابل کې ترسره شول

د انځور حقوق epa
Image caption حبیب الله کلکاني په ۱۹۲۹ میلادي کال کې د امان الله خان حکومت تر پرځولو وروسته ۹ میاشتې پر افغانستان حکومت وکړ.

د افغانستان د پخواني پاچا حبیب الله کلکاني د مړي ښخولو کمیسیون غړي وایي، دوی د خلکو په ملګرتیا بریالي شول چې تېره شپه ۱۲ بجې ښاغلی کلکاني بیاځلې خاورو ته وسپاري.

ددغه کمیسیون غړي فهیم کلکاني نن (سنبلې/وږي ۱۲مه) بي بي سي ته وویل، د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم او د هغو کسانو ترمنځ تر شخړې وروسته چې حبیب الله کلکاني د مړي ښخولو لپاره راټول شوي و، دا مراسم څو ساعته وځنډېدل.

فهیم کلکاني بي بي سي ته وویل، کلکاني او ورسره نور ۱۶ کسان تېره شپه ۱۲ بجې بېرته خاورو ته وسپارل شول.

ویل کېږي د تېرې ورځې په شخړو کې د دوستم یو کس وژل شوی او د مړي ښخوونکو له ډلې ۵ کسان ټپیان شوي.

فهیم کلکاني وویل، د حبیب الله کلکاني د بیاځلې ښخولو کمیسیون ۷ میاشتې وړاندې د شهرآرا غونډۍ د تدفین لپاره ټاکلې وه.

هغه وویل، په وروستیو شېبو کې چې کمیسیون خبر شو چې ښاغلی دوستم د شهرارا په غونډۍ کې د کلکاني له ښخېدو سره مخالف دی، نو پرېکړه یې وکړه جسدونه د کلوله پشتې غونډۍ کې ښخ شي. خو خلکو د کمیسیون پرېکړه ونه منله او د هغه مړی یې پر خپلو اوږو لومړني ځای ته یووړ.

دی وایي، دا ستونزه د دولتي مشرانو په منځګړتوب حل شوې او اوس ورسره هېڅ مخالفت نشته او د سیمې امنیت هم د پولیسو لخوا نیول شوی دی.

د انځور حقوق AFP
Image caption د تيرې ورځې په شخړو کې یو کس ووژل شو او پنځه نور ټپیان شول

د ښاغلي دوستم د دفتر رییس عنایت الله بابر فرهمند شهرآرا غونډۍ کې د مړو ښخولو په اعتراض کې پر خپل فیسبوکپاڼې لیکلي، "نن ثابته شوه چې حتی ددې هېواد تاریخي ابدات او فرهنګي میراثونه هم له غاصبینو خوندي نه دي."

هغه زیاته کړې، کله چې د ولسمرش لومړی مرستیال له ډېرو هڅو او د حکومت مشرۍ او د حبیب الله کلکاني د بیاځلي ښخولو کمیسیون له غړو سره اړیکو پایله ورنکړه، د شهرآرا تاریخي غونډۍ د غصب مخنیوي او ساتنې لپاره د مهمو څېرو (رجال برجسته) یو شمېر ساتونکي سیمې ته واستول شول، ټول یې "ملېشه" وبلل شول.

د حبیب الله کلکاني د بیاځلې ښخولو یو ګډونوال صالح محمد رېګستاني وایي، دا غونډۍ د ملي دفاع وزارت اړوند ده او دې وزارت دا سیمه د تدفین لپاره مشخصه کړې وه.

هغه وویل، د شپې پر دوو بجو دوستم هلته خپل کسان ځای پرځای کړي و چې د خلکو د غوسې لامل شو.

ښاغلي فرهمند لیکلي چې په ټوله داسې وګڼل شوه چې د شهرآرا غونډۍ د ترک پاچاهانو د یوې دورې اړوند ده، لاس په لاس کېدل یا لوټل کېدل یې د حکومت یا نورو قومونو پورې اړه نه لري.

خو ښاغلی ریګستاني وايي چې دا غونډۍ بابریانو پورې هېڅ تړلې نه ده.

د انځور حقوق AFP
Image caption د حبیب الله کلکاني او د هغه د ۱۶ ملګرو د ګډې جنازې لمونځ د کابل په عیدګاه جومات کې وشوه

هغه وویل، د مړو تر ښخولو وروسته د کمیسیون غړي د دوستم لیدو ته ورغلل او هغه هم ومنله چې "تېروتنه" شوې او هم یې "بخښنه" وغوښته.

حبیب الله کلکاني په ۱۹۲۹ کال کې د امان الله خان د حکومت پرضد قیام وکړ او د ۹ میاشتو لپاره یې د هېواد واګې په لاس کې وې، خو د نادرخان واک ته رسېدو سره حبیب الله کلکاني له واکه لرې او له خپلو یو شمېر ملګرو سره اعدام شو.

تر اعدام وروسته د حبیب الله کلکاني او د هغه د ملګرو مړي کابل کې په ډله ییزه توګه ښخ شول. د ښاغلي کلکاني د بیاځلې ښخولو کمیسیون وایي دوی دوه ورځې وړاندې له ډله ییز قبر نه مړي راوایستل او بیا ښخولو ته یې چمتو کړل.

ورته مطالب