د کندهار د کار او ټولیزو چارو رییس په "مرموز ډول" وژل شوی

د انځور حقوق DOLSAMD

د افغانستان په سوېل کې چارواکي وایي؛ د کندهار د کار او ټولیزو چارو رییس تېره شپه ددې ولایت په عینو مېنه کې په ډزو وژل شوی دی.

چارواکي وایي، د نظر علي قاطع مړی نن (سنبلې/وږي ۱۴مه) د کندهار نوي ښار عینو مېنې له ځنګله ترلاسه شوی.

تراوسه د نوموړي د وژنې انګېزه څرګنده نه ده او نه یې هم چا د وژلو مسوولیت اخیستی، خو د زابل پولیسو ویلي چې د ښاغلي قاطع ډرېور له موټر سره نیولی دی.

د زابل د امنیت آمر غلام جېلاني فراهي ویلي، نیول شوي کس د پولیسو یونیفورم اغوستی و او په ګاډي کې ورسره تومانچه او د کلاشنکوفونو شاجورونه هم و.

هغه وویل، دغه ډرېور غوښتل کابل ته لاړ شي.

نظرعلي قاطع له تېرو څلورو کلونو راهیسې کندهار کې د کار او ټولنیزو چارو، شهدا او معلولینو د رییس په توګه دنده ترسره کوله.

ورته مطالب