د پکتیکا اومنې ولسوالۍ د دولت له کنټروله وتلې

د انځور حقوق k

د پکتیکا امنیه قومندان خلیل الله ضیایي وایي، ددې ولایت د اومنې ولسوالۍ تېره شپه د طالبانو لاسته لوېدلې ده.

ضیایي نن (سنلې/وږي ۱۴مه) بي بي سي ته وویل، امنیتي ځواکونو تېره شپه د "یو لړ ستونزو" له امله له اومنې ولسوالۍ شاته شول، خو لا هم د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.

د ښاغلي ضیایي په خبره، اوس د ولسوالۍ د ودانۍ په ګډون د امنیتي ځواکونو د ۴ پوستو کنټرول د مخالفینو په لاس کې دی.

د پکتیکا امنیه قومندان وویل، په دغې ولسوالۍ کې له څو ورځو راهیسې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.

ښاغلی ضیایي وایي، په دغو جګړو کې طالبانو ته درانه تلفات اوښتي او تراوسه یې ۵۰ غړي وژل شوي. هغه وویل، د تېرې شپه په جګړه کې ۲ دولتي سرتېري وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

طالبانو ویلي چې، دا ولسوالۍ له تېرو څلورو ورځو راهیسې ددوي اورپکو کلابنده کړې وه. دغې ډلې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې نن سهار یې ددې ولسوالۍ مرکز له شپږو پوستو سره نیولی دی.

بلخوا د افغانستان ملي دفاع وزارت وایي، د مخالفینو د ځپلو لپاره په دغې ولسوالۍ کې پوځيان حضور لري او ډېر ژر به هلته د مخالفینو ګواښونه مهار شي.

اومنه د پکتیکا لرې پرته ولسوالۍ ده چې له پاکستان پولې ته نژدې پرته ده. د ملي دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش بي بي سي ته وویل، ددې ولسوالۍ همدې اهمیت او په سیمه کې د مخالفینو ګواښ ته په کتو د افغانستان امنیتي ځواکونه هلته په جګړه بوخت دي.

د انځور حقوق

ښاغلي رادمنش همداراز وویل، د پکتیکا په ګاونډیو ولایتونو پکتیا او خوست کې په هوایي بریدونو کې د دوو قومندانانو په ګډون ۵۰ طالبان وژل شوي.

د ملي دفاع وزارت ویاند وویل، د پکتیا جاني خېلو کې له تېرې ورځې راهیسې د دولتي ځواکونو عملیات پیل شوي او ډېر ژر به دا ولسوالي د طالبانو له شتونه پاک شي.

د خوست د سپېرې ولسوال محمد عظیم مجاهد بي بي سي ته وویل، تېره ورځ د امریکایي بې پیلوټه الوتکې هوایي برید ۹ پاکستانیان ووژل او یو ولسي وګړی یې ټپی کړ.

مجاهد وایي، دوی په دې برید کې د غلچکي په نوم د پاکستاني طالبانو قومندان د وژل کېدو په اړه څېړنې کوي. د سپېرې ولسوال وویل، غلچکي د پکتیا او پکتیکا په سرحدي ولسوالیو کې له تېرو څو کالونو راهیسې له ۴۰ زیات کسان له دولت سره د همکارۍ په تور وژلي دي.

د انځور حقوق d
د انځور حقوق f

ورته مطالب