تاریخي شېبه، له چین نه اورګاډی افغانستان ته ورسېد

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د لومړي ځل لپاره له چین نه سوداګریز توکي د رېل ګاډي له لارې د افغانستان شمال حیرتان بندر ته ورسېدل چې ددې هېواد سوداګرۍ چارواکو یې هرکلی وکړ.

د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد بي بي سي ته وویل، دا رېل ګاډۍ تر ۱۲ ورځني سفر وروسته د قزاقستان او ازبکستان له لارې نن سهار (سنبلې/وږي ۱۸مه) حیرتان ته ورسېد.

Image caption دا رېل ګاډۍ په ۱۲ ورځو کې له چین نه افغانستان ته ورسېد

د ښاغلي فرهاد په وینا، دې رېل ګاډي په ۸۴ واګونونو کې چینایي توکي افغانستان ته راوړي او ټاکل شوې ځینې محصولات له افغانستان نه چین ته یوسي.

د بلخ د والي ویاند همداراز وویل، ټاکل شوې د دواړو هېوادونو سوداګریز توکي هره میاشت دوه ځلې د افغانستان او چین ترمنځ د رېل ګاډي له لارې ولېږدول شي.

اوسمهال تر ډېره د افغانستان وارداتي توکي د پاکستان په سوېل کې د کراچۍ بندر له لارې د افغانستان په سوېل او ختیځ کې سرحدي سیمو له لارې افغانستان ته لېږدول کېږي چې نژدې دوه میاشتې وخت نیسي.

Image caption افغانستان د رېل ګاډي شبکه نه لري

د بلخ ولایت ویاند پر دې خبرې په ټینګار سره چې د افغانستان شمال او چین ترمنځ واټن د پاکستان له لارې کم دی، وویل، سربېره پردې، د پاکستان د ټرانزیټي لارې په پرتله به پر دې لارې د افغانستان د سوداګرو لپاره د وارداتي توکو ګمرکي لګښتونه کم وي.

ښاغلي فرهاد وویل، افغانستان کې د چین سفیر یایو جینګ چې ددغه چینایي رېل ګاډي د هرکلي مراسمو کې د ګډون لپاره حیرتانو ته تللی و وویل، د افغانستان صادراتي توکي به د ګمرکي لګښتونو له ۷۰-۸۰ سلنې تخفیف سره چین ته یوړل شي.

Image caption حیرتانو ته ددغه چینایي رېل ګاډي رسېدو پرمهال د افغانستان حکومتي چارواکي او کابل کې د چین سفیر یایو جینګ په دغه بندي ښارګوټي کې وو.

اوسمهال افغانستان د رېل ګاډي سراسري شبکه نه لري او یوازې ۷۹ کیلومتره د کارونې وړ رېل پټلۍ لري چې د ازبکستان له پولې پیل د مزارشریف د مولانا جلال الدین محمد بلخي تر هوایي ډګرپورې غځېدلې.

Image caption افغانستان ته ددې رېل ګاډي په ورتلو سره به چینایي توکي په مستقیم ډول افغانستان ته ورسېږي

ټاکل شوې د خواف – هرات ترمنځ د رېل پټلۍ افغانستان له ایران سره ونښلوي، خو ددې لارې کار لا بشپړ نه دی او ویل شوي چې ټاکل شوې تر هرات پورې ددې رېل پټلۍ یوه برخه په راتلونکې کې جوړه شي.

ورته مطالب