''له طالبانو سره مبارزې کې زموږ پر ریښتینولۍ باید شک ونه شي''

د انځور حقوق ARG

کابل او د افغانستان نورو سیمو کې د طالبانو د بریدونو زیاتوالي وروسته، د افغانستان ولسي جرګې لوړپوړي امنیتي چارواکو وروغوښتل.

په وروستیو ورځو کې کابل کې د افغانستان پر امریکایي پوهنتون، ملي دفاع وزارت افسرانو او د یوې نړیوالې مرستندویه موسسې پر دفتر درې پېچلي او سمبال شوي ځانمرګي بریدونه وشول لسګونه کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

د ولسي جرګې په نننۍ (سنبلې/وږي ۱۷مه) ناسته کې د دفاع وزیر عبدالله حبیبي، د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد او د ملي امنیت رییس محمد معصوم ستانکزی ددغو بریدونو او په شمال او سوېل کې د طالبانو د فعالیتونو زیاتوالي په تړاو د توضیحاتو لپاره ورغوښتل شوي وو.

خو هغوی ونه غوښتل په دې تړاو د استازو جرګې په علني ناسته کې خبرې وکړي، نو له همدې امله یې په سري ناسته کې پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.

د انځور حقوق Getty
Image caption ښاغلي انعامي زیاته کړه، ظاهرا ددغو چارواکو خبرو وکیلان قانع کړل.

د ولسي جرګې منشي عبدالرووف انعامي بي بي سي ته وویل، دغو چارواکو له طالبانو سره د مبارزې په مدیریت کې خپله کمزورتیا ومنله، خو ټینګار یې وکړ چې په دې مبارزه کې د هغوی پر "ریښتینولۍ" باید شک ونشي.

ښاغلي انعامي زیاته کړه، کابل کې د ځانمرګو بریدونو په تړاو د امنیتي چارواکو ځواب دا و چې په ځینو مواردو کې "لسګونه ترهګر" ښار ته ننوځي، خو ۵۰-۶۰ سلنه نیول کېږي او پاتې بریالي کېږي چې خپلو هدفونو ته ورسېږي.

د ولسي جرګې د منشي په خبره، د هغو بریدګرو نیولو کې د ناکامۍ لامل چې بریالي کېږي خپلو هدفونو ته ورسېږي، ښایي دا وي چې له هغوی سره "له دننه [حکومت نه] همکاري" کېږي.

ښاغلي انعامي زیاته کړه: "هغوی (امنیتي چارواکو) منله چې [طالبان] پرته له شکه په ځینو خلکو کې او همداراز امنیتي ځواکونو کې نفوذ لري. دا موضوع په جدي ډول تعقیبېږي. هڅه کوو چې یو شمېر کسان چې په دغو قضیو کط لاس لري ونیول شي."

د ولسي جرګې د منشي په وینا، لوړپوړو امنیتي چارواکو همداراز ومنله چې امنیتي ځواکونه په ځینو مواردو کې د جګړې به جبهه کې د تجهیزاتو او خوراکي توکو ته د لاسرسي له پلوه له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.

ښاغلي انعامي د امنیتي ځواکونو له قوله زیاته کړه چې اوسمهال د پوځ او پولیسو ځواکونه هره ورځ له ۵۰ تر ۱۰۰ سنګرونو کې له اورپکو سره جګړه کوي.

هغه همداراز وویل، د امنیتي بنسټونو مشرانو پردغو ستونزو د اعتراف ترڅنګ، د پارلمان غړو ته ډاډ ورکړ چې په راتلونکو ورځو کې به د هېواد امنیتي وضعیت ښه شي.

ښاغلي انعامي زیاته کړه، ظاهرا ددغو چارواکو خبرو وکیلان قانع کړل.

د انځور حقوق AFP
Image caption کابل کې په وروستیو ځانمرګو او ډله ییزو بریدونو کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

تېره اونۍ طالبانو په شمال کې په کندوز، بغلان، تخار په سوېل کې په هلمند او په ختیځ کې په پکتیا او پکتیکا کې ځینې بریالیتوبونه لرل او په دغو ولایتونو کې ددوی بریدونه زیات شول.

کابل کې په ځینو هدفونو تر ځانمرګونو بریدونو وروسته پر ملي یووالي حکومت نیوکې ډېرې شوې دي.

دې موضوع د ملي شورا اندېښنې هم راوپارولې او په همدې دلیل یې ښاغلی حبیبي، جاهد او ستانکزي دغو اندېښنو ته د ځواب ویلو لپاره وروغوښتل.

ورته مطالب