عبدالله: سیاسي اختلاف ته له پام پرته د امنیتي ځواکونو ملاتړ پکار دی

Image caption د شهید اوونۍ او د پخواني جهادي قومندان احمد شا مسوود د ترو ۱۵ تلین د لویې جرګې خېمه کې ولمانځل شو.

د افغانستان حکومتي چارواکو د شهید اوونۍ او د پخواني جهادي قومندان احمدشاه مسعود د ترور د ۱۵ تلین مراسمو کې، ناامنۍ زیاتېدلو ته په پام سره د افغان امنیتی ځواکونو په ملاتړ ټینګا روکړ.

ویناوالو له خلکو وغوښتل چې قومي اختلافونو ته لمن ونه وهي او ملي یووالی وساتي.

د طالبانو ضد ایتلاف پخوانی قومندان احمد شاه مسعود د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په ۹ ووژل شو.

د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال محمد سرور دانش د بروکسېل ناستې د وخت رانږدې کېدلو ته په اشارې وویل، چې مخالفان د ناامنۍ زیاتولو هڅه کوي، خو د دوی دا کار به د افغان ځواکونو پر روحیه اغېز ونه کړي او نه به د حکومت د پرمختګ خنډ شي.

هغه وویل، چې ټول سیاسي ګوندونه، مدني ټولنې، سیاستوال او عالمان باید د افغان ځواکونو ملاتړ وکړي، چې له سختیو، فشار او مرګ ژوبلې سره مخ دي.

د حکومت اجرایه رییس عبدالله عبدالله هم په دې مراسمو کې وویل، ټول خلک باید سیاسي اختلافونو یا نورو مسایلو ته له پام پرته د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي.

هغه وویل، په داسې حال کې چې د امنیتي ځواکونو د فعالیت په هکله تبلیغ او ناسمې تبصرې کیږي، باید ملي ګټې په پام کې ونیول شي.

د ښاغلي عبدالله اشاره د افغان ځواکونو د وړتیا په تړاو هغو پوښتنو او تبصرو ته وه، چې په دې وروستیو کې د حکومت او طالبانو ترمنځ د جنګي سیمو له لاس په لاس کېدلو وروسته کیږی.

Image caption د شهید اوونۍ د لمانځلو لپاره د لویې جرګې د خیمې په لور تللې لارې تړل شوې وې.

په ښه حکومتوالۍ کې د ولسمشر سلاکار احمدضیا مسعود هم په دې مراسمو کې د قومونو پر یووالي ټینګار وکړ او ولسواکي یې د افغانستان د قومي ستونزو یواځنۍ حل لار وبلله.

نوموړي قومي اختلافونو او درې نیمو لسیزو جګړې ته په اشارې زیاته کړه: "پکار نه ده، چې د قومي مسلو ملاتړ وکړو... ترخې تجربې یې لرو، خو لا هم ځینې ادارې قومي رنګ او بوی لري، اوس هم زموږ ځینې سیاستوال خپل رواتوب له قومي مرکزونو ترلاسه کوي"

د افغانستان د اسلامي ګوند یو مشر او د اقتصاد پخواني وزیر عبدالهادي ارغندیوال هم په دې ناسته کې وویل، چې د افغان ملت د ټوټې ټوټې کولو لپاره دسیسې روانې دي: "که موږ په خپلو کې اختلاف ونه لرو، دا دسیسې شنډولی شو... باید له موږ د قوم او ژبې په نوم وسیله جوړه نه شي، چې د یو بل په ضد مو وکاروي او د نورو د استفادې لپاره یوه تاوتریخجنه او کمزورې ټولنه شو."

نوموړي د حکومت پر وسله والو مخالفانو هم غږ وکړ چې له جګړې لاس واخلي ځکه چې "د جګړې دوام د افغانستان د زبېښاک او ښکېلاک لپاره وسیله ده".

د شهید مسعود بنسټ مشر احمد ولی مسعود هم په دې مراسمو کې وویل، چې حکومت د ملي یووالي خبره کوي، خو د هغه خلاف عمل کوي.

نوموړي د حکومت خپلمنځي اختلاف په یادولو سره وویل، چې تر کله د حکومت په منځ کې سوله نه وي شوې، نو له مخالفو وسله والو سره به څنګه سوله وشي.

هغه اوسنی حکومت توافقي ایتلاف وباله او زیاته یې کړه، چې دا حکومت "د ملي وحدمت حکومت" نه دی.

نوموړي د احمدشاه مسعود د ترورو د څېړلو لپاره د دولتي کمېسیون د جوړولو او د ملي اتلانو لپاره د امتیازاتو تثبیتولو غوښتنه وکړه.

د شهید اوونۍ مراسم په کابل کې په سختو امنیتي تدابیرو کې تر سره شول، خو بیا هم د ښار په تایمني سیمه کې چاودنه شوې ده.

د کابل امنیه قومندان عبدالرحمان رحیمي وايي، چاودنه په باسیکل کې له اېښودل شوي بم رامنځ ته شوې چې دوه کسان پکې ټپیان شوي دي.

نوموړي ویلي، د یو ټپي روغتیايي وضعیت نازک دی.

خو د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي، په دې چاودنه کې ۳ کسان ژوبل شوي دي.

Image caption د کابل ښار په نورو سیمو کې هم کلک امنیتي تدابیر نیول شوي و، خو بیا هم یوه چاودنه شوې ده.

ورته مطالب