"د ترینکوټ شاوخوا جګړه روانه ده"

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د راپورونو له مخې د افغانستان د اروزګان ولایت مرکز ترینکوټ شاوخوا کې د حکومتي ځواکونو او وسله وال طالبانو ترمنځ درنه جګړه روانه ده.

دا نښتې تېره ورځ پر ترینکوټ د وسله والو طالبانو له برید سره پیل کړشوې.

په ځینې راپورونو کې ادعا شوې، چې طالبان د ترینکوټ ښار ځینو سیمو ته ننوتلي دي.

له دې مخکې په اروزګان کې ولایتي چارواکو ویلي و، چې "د طالبانو برید یې په شا تمبولی دی".

د اروزګان د ولایتي شورا مشر عبدالکریم خادېمزي په سیمه کې د بي بي سي خبریال ته ویلي، چې ښار بند دی او جګړه لا هم په ترینکوټ کې له امنیه قومندانۍ او د ملي امنیت له قرارګاه سره روانه ده.

په کندهار کې چارواکي وايي، چې "د طالبانو د مخنیوي لپاره یې له دغه ولایت څخه تازه دم ځواکونه اروزګان ته روان شوي دي".

د اروزګان د ولایتي شورا مشر ادعا کوي"ځايي چارواکي د دغه ولایت هوایي ډګر ته تللي".

د انځور حقوق f

د دواړو خواوو د مرګ ژوبلې رپوټونه هم ور کړل شوي، خو په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.

وسله وال طالبان هم د ترینکوټ په شاوخوا کې د پرمختګ او د لسګونو پولیسو د تسلیمېدلو ادعا کوي، خو حکومتي چارواکو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ورته مطالب