بغلان کې بمي چاودنې اووه کسان وژلي

د انځور حقوق AFP
Image caption بغلان کې له څه مودې راهیسې د امنتي ځواکونو او حکومت مخالفو وسله والو تر منځ نښتې ډېرې شوې دي

له بغلانه را رسېدلي رپوټونه وایي، د دې ولایت په مزکزي بغلان سیمه کې یوې چاودنې لږ تر لږه اووه کسان وژلي او دولس تنه نور یې ټپیان کړي دي.

ویل کېږي چې چاودېدونکي توکي په یوه بایسیکل کې ځای پر ځای شوي وو.

تر دې دمه چا د پېښې پړه نه ده منلې.

د بغلان د والي ویاند محمود حقمل وایي، برید کې وژل شوي او ټپي شوي کسان ملکي خلک دي او په وینا یې ' دښمنان قصداً ولسي وګړي په نښه کوي '

پېښه داسې مهال شوي، چې د لوی اختر را رسېدو له امله د افغانستان په ډېری بازارونو کې له معموله ډېره ګڼه ګوڼه وي. چارواکي وايي، چاودیدونکي توکي په یوه بایسکل کې ځای پر ځای شوي وو، چې د چاودنې له کبله یې اووه کسان وژل شول او ۱۲ کسان ټپیان شوي دي.

تېرو څو میاشتو کې بغلان کې د ناامنۍ پېښو کې زیاتوالی لیدل کېږي.

د روانې میاشتې لومړیو کې د مرکزي بغلان ولسوالۍ د بالادوري او بزي په سیمو کې د افغان امنیتي ځواکونو او حکومت د وسله والو مخالفانو تر منځ نښتې وشوې او چارواکو ادعا وکړه، چې مخالفان یې د درنو تلفاتو په ورکړې سره له سیمې په شا شول.

د راپورونو له مخې له دې مخکې د بغلان مرکز پلخمري ښار ته نژدې د بالا دوري او پوزه ایشان سیمو د طالبانو د برید په پایله کې د محلي پولیسو یوه پوسته د حکومت مخالفو وسله والو لاسته ولوېده چې له امله یې د کندوز او بغلان تر منځ غېځېدلې لاره د ترافیکو پرمخ وتړل شوه.

ورته مطالب