افغانستان کې د پلاستیکي وسلو خرڅوونکي عدلي ارګانونو ته پېژندل کېږي

د انځور حقوق AFP

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د پلاستیکي وسلو او پټاکیو پېر او پلور او کارول ممنوع اعلان کړي دي.

افغانستان کې د اختر ورځو کې د دغو وسلو او پټاکیو کارول ډېرېږي. سبا دې هېواد کې د لوی اختر لومړۍ ورځ ده.

د کورنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې ویل شوي، پولیسو ته دنده ورکړل شوې چې د پلاستیکي وسلو، پټاکیو او د ماشومانو د لوبو نورو هغو توکیو د پېر او پلور مخه ونیسي چې د خلکو د ځورونې او ان ټپي کېدو لامل کېږي.

کورنیو چارو وزارت ویلي، په ځینو مواردو کې مجرمین له دغه وضعیته ناوړه ګټه پورته کوي او امنیت ګډوډوي.

دغه وزارت له خلکو غوښتي چې له دغو کارونو لاس واخلي او خپل ماشومان منع کړي ترڅو له دغو وسایلو کار وانخلي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د پلاستیکي وسلو او پټاکیو خرڅوونکو توکي ضبط کېږي او هغوی عدلي ارګانونو ته پېژندل کېږي.

د کورنیو چارو وزارت تر هغه وروسته دې هېواد کې ددغو توکو پېر او پلور منع کړ چې په تېرو اخترونو کې د ځینو کسانو د ټپي کېدو لامل شول، خو لا هم په بازارونو کې پلاستیکي وسلې پلورل کېږي.

له وسلو سره لوبې په جګړه ځپلي افغانستان کې ماشومانو ته زړه راښکونکې لوبه ده.

ورته مطالب