د ننګرهار امنيه قومندان چاودنه کې "وژل شوی"

د انځور حقوق Zarawar Zahid
Image caption زړور زاهد له دې وړاندې په غزني او پکتيکا ولايتونو کې د امنیه قومندان په توګه دندې ترسره کړې وې

د افغانستان په ختيځ کې د ننګرهار امنيه قومندان زړور زاهد حصارک ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماين چاودنه کې وژل شوی دی.

د حصارک ولسوال ملکو خان بي بي سي پښتو سره په خبرو کې د نوموړي مړينه تاييد کړې او وايي ښاغلی زړور د عملياتو او يو شمېر پوستو څخه د ليدنې په موخه حصارک ولسوالۍ ته تللی و.

د حصارک د ولسوال په وينا نوموړي له هغې پوستې ليدنه کوله چې امنیتي ځواکونو له وسله والو طالبانو نيولې وه چې هلته د طالبانو له خوا خښ کړی شوی ماين پرې والوت.

ويل کېږي په دغه پېښه کې دوه ساتونکي هم ټپيان شوی دي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر د ښاغلي زاهد پر وژنه خواشینې ښودلې او نوموړی يې د زړورتيا يو سمبول بللی.

تر دې وړاندې ښاغلي زاهد د وردګو ولايت د ملي امنيت امر او د غزني او پکتيکا ولايتونو د امنيه قومندان په توګه دندې ترسره کړې وې.

Image caption تردې وړاندې نوموړی د غزني او پکتيکا ولايتونو امنيه قومندانو

نوموړي له اوږدې مودې راهسيې په نظامي برخه کې کار کاوه، چې څو ځله په مخامخ جګړه کې ټپي شوی هم و.

حصارک ولسوالۍ د ننګرهار په لوېدېځ کې يوه له ناامنو ولسوالیو ګڼل کېږي چې له تېرو پنځو کلونو راهیسې په کې ناامني ده.

د ذبيح الله مجاهد په نامه د طالبانو يوه وياند رسنيو ته په لېږلي خبرپاڼه کې ويلی چې زړور زاهد له څو پوليسو سره يو ځای په حصارک ولسوالۍ کې د دوی له خوا وژل شوی دی.

ورته مطالب