د کابل هدیرې په ډکېدو دي

Image caption د افغانستان په ګڼو سیمو کې د جګړو له امله له پلان پرته په خپلسري توګه ډېرې هدیرې جوړې شوې دي

د افغانستان په لېرې پرتو سیمو کې د کار نشتوالي، نا امنیو او د ژوند لومړنیو آسانتیاو ته نه لاسرسي ډېری کلیوال لویو ښارونو ته او په تېره پلازمېنې کابل ته کډوال کړي.

کابل کې چې د وګړو شمېر ورځ په ورځ په ډېرېدو دی او د ورځې لسګونه تنه د بېلابېلو لاملونو له مخې مري، نو ځکه د قبرونو لپاره ځکمې هم په کې لږیدو ده.

Image caption افغانستان کې د جګړو له کبله د مړینې کچه لوړه ده

دا مهال د افغانستان پلازمینه کې د یوه قبر لپاره د ځمکې بیه له ۱۰۰۰۰ تر ۵۰۰۰۰ رسېږي.

د کابل ښاروالۍ د معلوماتو له مخې ټول کابل کې ۳۲۰ رسمي او غیر رسمي هدیرې شته دي، خو د کابل په ګډون د افغانستان په ګڼو سیمو کې د جګړو له امله له پلان پرته په خپلسري توګه ډېرې هدیرې جوړې شوې دي.

کابل کې بیا ۱۰ داسې رسمي هدیرې هم شته چې د زورواکانو لخوا غضب شوي او کورنه یې په کې جوړ کړي. شهدای صالحین، د کابل ښار له مشهورو هدیرو یوه ده او د درې سوه زرو کسانو تلپاتی کور دی.

د افغانستان د هنر او معاصر ادب یو شمېر نامتو شخصیتونه لکه احمد ظاهر، غلام حسین سرآهنګ، غلام محمد غبار او ډېر نور همدلته خاورو ته سپارل شوي. د شهدا صالحین هدیرې لمن اوس د غره لمنې ته رسیدلې، مشهور زیارت تمیم انصار هم په همدغه هدیره کې دی.

د انځور حقوق AP
Image caption د افغانستان په ډېرو برخو کې د مړو خښولو ځای او د ژوند لپاره د استوګنې ځای سره په سیالي کې دي

د شهدای صالحین ځمکې له وړاندې په بیه اخیستل شوي، ځینې بیا دلته پلرنۍ هدیرې لري چې نورو مړو ته د ښخېدو اجازه په کې نه ورکول کېږي.

زاړه قبرونه

سهار وختي شهدای صالحین ته لاړم چې د کابل په جنوب ختیځ کې دی، هلته مې ولیدل چې قبر کیندونکي په قبر ایستلو بوخت دي.

یوه قبر کیندونکي یو زوړ قبر کینده، کله مې چې ترې وپوښتل ولې دا قبر پرانیزې؟

تجربه کار قبر کیندونکی راته وویل: " دلته نور ځای پاتې نه دی چې د مړي لپاره نوی قبر جوړ کړم او بل دا چې د شرعیت د حکم پر اساس هر قبر چې عمر یې له یوې پیړۍ واوړي د نورو هېوادونو په څېر کولی شو بل مړی په کې ښخ کړو ."

د انځور حقوق Getty
Image caption د کابل ښاروالۍ د معلوماتو له مخې ټول کابل کې ۳۲۰ رسمي او غیر رسمي هدیرې شته

۷۰ کلن اختر محمد چي له ۳۰ کلونو ډېره تجربه د قبر ایستلو په برخه کې لري وايي، تر دې دمه یې زرګونو ځوانانو او زړو ته قبرونه جوړ کړي دي. هغه وايي د خپل زوی لپاره قبر کېندل ورته تر ټولو سخت و، چې وايي د افغانستان په سویل کې له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوی و.

" د زوی مرګ ډېر غمجن کړم، چاره نه وه باید قبر مې ورته ایستلی وای، کور ته مې نږدې ځای ورته وټاکه، بیل او کلنګ مې واخیستل، کله مې چې ځمکه کیندله لاسونه مې لړزیدل، له همکارانو نه مې وغوښتل چې زما نیمګړی کار بشپړ کړي."

د شهدای صالحین کامیاب قبرایستونکی وايي چې عاید يې ښه دی، د مړو له وارثینو ښې پیسې اخلي. له شتمنو ډېر او له بیوزلو لږ!

اختر محمد د ورځې څلور یا پنځه قبرونه ایستلي، خو داسې ورځې هم راغلي چې وزګار پاتې شوی." دا چي وزګار پاتې کېږم نه خپه کیږم، هېڅکله هم له خدای نه غواړم چې کار مې ډېر شي، ځکه زما کار د خلکو له غم سره اړیکه لري. "

Image caption د ښاروالۍ د مرستیال په وینا د کابل په څلورو زونونو کې د نویو هدېرو د جوړېدو پلان لري

پردي مړي

د کابل اوسیدونکی شیر اقا چې شهدای صالحین ته د جنازې د ښخولو لپاره راغلی وايي، زموږ پلرنۍ هدیره ډکه شوې، دا به وروستی مړی وي چې دلته ښخیږي.

د کابل دغه اوسېدونکی وايي که څه هم نیکونو یې دا هدیره په پیسو اخیستې، خو بیا هم ځینې برخې یې د زوراکانو لخوا غضب شوې دي. نوموړی ټینګار کوي چې اجازه به ورنکړي د دوی هدیره کې پردې کسان ښخ شي.

"څرنګه چې موږ ته څوک اجازه نه راکوي چې خپل مړی د هغوی هدیرو کې ښخ کړو موږ هم چاته دا اجازه نه ورکو."

سید فرید چې شهدا صالحین ته څېرمه ژوند کوي د هغې مېرمنې کیسه راته تیره کړه چې پلرنې هدیره یې نه لرله او ښاروالۍ هغه د بل چا په هدیره کې ښخه کړه، خو وروسته له شپږو میاشتو چې د هدیرې څښتن پرې خبر شو مړی یې را وایست او بل ځای کې یې ښخه کړه.

نوې هدیرې

Image caption د کابل ځینو هدیرو ځمکې غصب شوې او کورونه په کې ودان شوي دي
د انځور حقوق Getty
Image caption دلته نور ځای پاتې نه دی چې د مړي لپاره نوی قبر جوړ کړم قبر کېندونکی اختر محمد

د کابل ښاروالۍ مرستیال مسیح الله محبوب وايي، کابل کې د هدیرو له کمښت سره مخ دي. ښاغلی مسیح الله وايي اوسنۍ هدیرې کلونه مخکې د لږو نفوسو په پام کې نیولو سره جوړې شوې وې، خو اوس د کابل ښار نفوس زیات شوی او د مرګ کچه هم پورته شوې ده، لازمه ده چې پلازمېنه کې هدیرې هم ډېرې شي.

د ښاروالۍ د مرستیال په وینا د کابل په څلورو زونونو کې د نویو هدېرو د جوړېدو پلان لري.

د افغانستان په ډېرو برخو کې د مړو خښولو ځای او د ژوند لپاره د استوګنې ځای سره په سیالي کې دي، ځکه په لویو ښارونو کې د قبر او د کور ځمکې دواړه په سختۍ پیدا کېږي.

ورته مطالب