غني: لټ افغان محصلین باید له هنده بېرته هېواد ته ولېږل شي

د انځور حقوق arg
Image caption افغان ولسمشر په هند کې له افغان محصلینو سره د لیدو پر مهال

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هند ته د خپل دوه ورځني سفر پر مهال هلته له مېشتو افغان محصلینو سره لیدلي او له هند حکومته یې غوښتي، چې هغه لټ افغان محصلین چې زده کړو کې یې زړه نه لګیږي، بېرته هېواد ته ستانه کړي.

ولسمشر غني نن پنجشبه بېرته هېواد ته ستون شو.

د ولسمشر غني د دغه سفر پر مهال د نورو ژمنو تر څنګ هند د افغانستان لپاره ۱۰۰۰ نوي تعلیمي بورسونه هم اعلان کړي دي.

کابل کې د ولسشمر ویاند هارون چخنسوري په یوه خبري غونډه کې هند ته د ولسمشر غني د سفر معلومات وړاندې کړل.

د نوموړي په وینا ولسمشر غني له هندي چارواکو غوښتي هغه افغان محصلین دې بېرته هېواد ته ولېږي، چې لټي کوي او په زده کړو کې زیار نه ګالي، چې وايي ټولو محصلینو ته شرایط ګران نه شي.

د نوموړي په خبره د افغانستان ولسمشرۍ په هند کې د افغانستان سفارت او دغه راز د لوړو زده کړو وزارت ته امر کړی، چې په هند کې د مېشتو افغان محصلینو ستونزې هوارې کړي.

د محصلینو ستونزې

له افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي د تحصیلي پاسپورټ او ویزا اخیستل، په ټاکلي وخت د محصلینو معاشونو ورکړه او د سارک نورو غړو هېوادونو د محصلینو پر تله له افغانانو د ډېر فیس اخیستل او دغه راز د لوړو زده کړو وزارت له لوري د ژمنو نه عملي کېدل هغه مسایل دي، چې په اړه یې هند مېشتو افغان محصلینو ولسمشر غني ته شکایتونه کړي.

د افغانستان ولسمشرۍ چارواکو د معلوماتو له مخې دا مهال ۱۶ زره افغان محصلین د هند پوهنتونونو کې په زده کړو بوخت دي او ۶۰ زره نور له دغو پوهنتونونو فارغ التحصیل شوي دي.

د ولسمشر ویاند دغه راز د زندانیانو تبادلې، د سوداګریزو محاکمو په لړ کې د دواړو هېوادونو تر منځ د عدلي او قضايي همکارۍ او د کابل او ډیلي تر منځ د فضايي ټکنالوژي په ګډون د دریو نورو هوکړو یادوونه هم وکړه.

تېره ورځ د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وویل، هند له دغه هېواد سره د یو میلیارد ډالرو مرسته کوي.

.

ورته مطالب