افغانستان کې د سویابین کښت په بېساري ډول ډېر شوی

د انځور حقوق NEI
Image caption سویا فوق العاده پروتین لرونکې غله ده چې د غنمو تر رېبل کېدو وروسته کرل کېږي

افغانستان د کرنې په برخه کې یوه فعاله نړیواله نادولتي موسسه په دې هېواد کې د سویا کښت بېساري ډېرېدو خبره کوي او وايي؛ سږکال به یې د تولید کچه ۶ زره ټنه وي.

د تغذیې او روزنې نړیوالې موسسې (ان اي آی) ویلي؛ تېر کال د سویا د تولید کچه ۴۰۰۰ ټنه وه.

ان اي آی وایي، ددوی لخوا بزګرانو ته د کرکیلې مسلکي روزنې په ورکړې سره د سویا د تولید کچه لوړه شوې ده.

دې موسسې په یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ تېر ۲۰۱۵ کال کې یې د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې ۱۲ زره بزګرانو ته روزنه ورکړې او د په روان کال کې د ۱۷ زره نورو د روزنې پلان لري.

د سویا تولیدوونکي کورنۍ له خپلې اړتیا اضافي تولیدت د سویا د پروسیس پر کارخانو خرڅوي.

دې موسسې ویلي چې اوسمهال د سویا تولیدوونکي او پروسس کوونکي په همغږي ډول کار کوي چې محصولات یې د افغانستان د خلکو لپاره د پېرلو او لاسرسي وړ وي.

د انځور حقوق NEI
Image caption ان اي آی ویلي، ددې بوټي د کښت یو هدف د افغانستان خلکو ته د پروتیني سرچینو برابرول دي چې د خوارځواکۍ لمنځه وړلو سره مرسته کوي

ان اي آی په افغانستان کې د سویا کښت دودولو په برخه کې له ۲۰۰۳ کال راهیسې فعالیت کوي او له ۲۰۰۶ کال راهیسې یې افغانستان کې بزګرو ته د سویا اصلاح شوي تخمونه، کیماوي سره او تراکتورونه ورکړي او همداراز یې د سویا تولید او کیفیت لوړولو لپاره یې د ۸۵ زره بزګرانو لاسنیوی کړی.

دغې نړیوالې موسسې ویلي، سویا هغه بوټی دی چې د غنمو تر رېبل کېدو وروسته کرل کېږي او پر حاصلاتو سربېره د غنمو د بل فصل لپاره د ځمکي د پیاوړتیا لامل کېږي.

ددې بوټي د کښت یو هدف د افغانستان خلکو ته د پروتیني سرچینو برابرول دي چې د خوارځواکۍ لمنځه وړلو سره مرسته کوي او داسې امینو اسیدونه لري چې د روغتیا لپاره ګټور دي. افغانستان کې د خلکو اصلي غذا ډوډۍ ده چې له نورو خوراکي توکو سره درې وخته خوړل کېږي.

خو د تعذیې او روزنې نړیواله موسسه وایي؛ په ډوډۍ کې د پروتین کچې ډېرېدو لپاره یې ته د سویا ډوډۍ خلکو وروپېژندله چې تیارولو لپاره یې ۱۰ سلنه سویا او ۹۰ سلنه د غنمو اوړه سره ګډېږي. ددې موسسې په مرسته اوسمهال په ټول افغانستان کې ۳۰۰ نانوایان د سویا ډوډۍ هم پخوي.

ورته مطالب