سعودي کې دوه پوليس په ډزو وژل شوي دي

Image caption تراوسه هېچا هم د دغه بريد پړه نه ده منلې او پوليسو هم د کومې ډلې نوم نه دی اخيستی

د سعودي عربستان د امنيتي چارو يوه وياند ويلي چې د دمام ښار په يوه بريد کې لږ ترلږه دوه پوليس وژل شوي دي.

پوليس وايي دا يو "ترهګريز بريد" و چې ځايي وخت يکشنبې (۱۸ سپټمبر) د شپې ۱۱:۳۰ بجې رامنځ ته شوی دی.

د سعودي عربستان د کورنيو چارو وزارت ويلي، دواړو وژل شويو پوليسو د مام ښار کې د شپې مهال په خپل موټر کې ګزمه کوله چې ډزې پرې وشوې.

روغتون ته له لېږدولو وروسته دواړو پوليسو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

تراوسه هېچا هم د دغه بريد پړه نه ده منلې او پوليسو هم د کومې ډلې نوم نه دی اخيستی.

دمام د سعودي عربستان هغه ښار دی چې ډېری اوسېدونکی يې شيعه ګان دی. تر دې وړاندې هم د سعودي په شیعه مېشتو سيمو کې پر پوليسو بريدونه شوي دي.

د روان کال په جنورۍ مياشت کې دې ته ورته يوه بريد کې څلور پوليس وژل شوي وو.

ورته مطالب