اشرف غني د لانجمن ټاکنیز قانون طرحه لاسلیک کړه

د انځور حقوق ARG

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د نوي ټاکنیز قانون په لاسلیکولو سره، د ټاکنیزو حوزو په تړاو د پرېکړې کولو واک د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته ورکړی دی.

د ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا قانون د ولسي جرګې د رخصتیو په وروستیو ورځو کې د ولسمشر له خوا توشیح شوی و.

د خبرپاڼې له مخې، ولسمشر د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته دنده سپارلې، چې په درېیو میاشتو کې د ټاکنیزو حوزو د تګلارو د لا غوره تطبیق معیارونه بشپړ او راپور یې کابینې ته وسپاري.

د افغانستان کابینه به هم ددغه راپور پربنسټ پرېکړه وکړي.

په اعلامیه کې راغلي، د ټاکنو خپلواک کمیسیون د اساسي قانون د ۸۳ مادې پربنسټ ټاکنیزې حوزې ټاکي او درې معیارونه به پام کې نیسي، د نفوسو د شمېر د تناسب رعایت او د عمومي او عادلانه استازیتوب تأمینول.

د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند هارون چخانسوري د بي بي سي فرهاد محمدي ته وویل، په نوي قانون کې ځینې بدلونونه راغلي او ځینې برخې یې داسې په ډاګه کړې:

"د هندوانو او سکانو لپاره یوه څوکۍ ځانګړې شوې، د ولایتونو او ولسوالیو شوراګانو کې ۲۵ سلنه څوکۍ ښځو ته ځانګړې شوې."

پر همدې مهال، په سیاسي کړیو او د ټاکنو په تړاو د مدني فعالانو منځ کې د ټاکنیز قانون طرحې منفي او مثبت غبرګونونه هم لرل.

دا مهال په هر ولایت کې یوه ټاکنیزه حوزه ده، چې له دوو تر ۳۳ استازو پورې ولسي جرګې ته پکې ټاکل کېږي، چې یوه به پکې ښځینه استازې وي.

ټاکنیز قانون په رسمي جریده کې له خپرېدا وروسته پلی کېږي.

معمولاً په دې جریده کې نافذېدونکي قوانین او د ولسمشر فرمانونه خپرېږي.

وړاندې ولسي جرګې د ټاکنیز قانون په تړاو دوه ځلې د ولسمشر فرمانونه رد کړي، خو د اساسي قانون د تطبیق د څار کمیسیون په رسمي غبرګون کې ویلي، ولسمشر ولسي جرګې ته د ټاکنیز قانون د نه استولو په صورت کې هم دغه قانون تصویبولی او نافذولی شي.

* افغان کابینې د ټاکنیز قانون مسوده تایید کړه

* ارګ: راتلونکو څو ورځو کې به د ټاکنو قانون تقنیني فرمان صادر شي

ورته مطالب