افغان کریکټ ملي لوبډله د سیالیو لپاره بنګلدېش ته لاړه

د انځور حقوق Afghanistan Cricket Board

د افغانستان د کریکټ بورډ چارواکي وايي، د کریکټ ملي لوبډله په هند کې له ازمایښتي لوبو د بنګلدېش په لور وخوځېدله، چې له کوربه لوبډلې سره درې یو ورځنۍ لوبې وکړي.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک بي بي سي ته وویل، افغان لوبډله راتلونکې اونۍ دا لوبې پیلوي.

د نوموړي په خبره، افغان کریکټ بورډ ادارې له ډېر وخت راهیسې هڅه کوله چې د کریکټ نړیوالې ټولنې(ای سي سي) له بشپړو غړو سره لوبې وکړي:

"له نېکه مرغه موږ وتوانېدو له بنګلدېش سره چې د کریکټ نړیوالې ټولنې بشپړ غړی دی، د لوبو چانس ترلاسه کړو او درې یو ورځنۍ نړیوالې لوبې ورسره ولرو."

د نوموړي په خبره، افغان کریکټ لوبډله له بنګلدېش لوبډلې سره لومړۍ لوبه د سپټمبر پر ۲۵، دویمه لوبه د سپټمبر پر ۲۸ او دریمه لوبه د اکتوبر پر لومړۍ نېټه لري.

فرید هوتک زیاته کړه، له دې لوبو وروسته به بیا افغان کریکټ ملي لوبډله د بنګلدېش لوبډلې کوربه وي او ورته لوبې به ورسره کوي.

فرید هوتک دا هم وویل، چې د کریکټ نړیوالې ټولنې له نورو بشپړو غړو سره هم د ورته لوبو هڅې روانې دي، چې په هغو کې له هند سره ډېرې خبرې شوې او د دې خبرو نتیجه ډېره ښه ده.

* په هرات کې د کریکټ اکاډمي پرانیستل شوه* کابل بازانو د کریکټ شپږیزې اتلولي وګټله
د انځور حقوق

د افغان کریکټ بورډ مشر نسیم الله دانش هم په خپله فیسبوک پاڼه کې ویلي، د بنګلادېش سیالیو لپاره د غوراوي کمیټې له لوري تر پوره غور او فکر وروسته لوبډله انتخاب او اعلان شوه.

نوموړي هیله ښودلې، چې افغان لوبغاړي به په دې "مهمو سیالیو" کې ښه وځلیږي او هېواد ته به بریاوې راوړي، ځکه تر پوره چمتوالي او تمریناتو وروسته دغو سیالیو ته ځي.

لوبډله

د هغه په خبره، اصغر ستانکزی، شهزاد محمدي، نوروز منګل، شبیر نوري، رحمت شاه، نجیب ځدراڼ، محمد نبي عیسی خیل، حشمت الله شهیدي، سمیع الله شینواری، کریم جنت، میرویس اشرف، راشد ارمان، حمزه هوتک، نوین الحق، فرید ملک او دولت ځدراڼ هغه افغان لوبغاړي دي چې د بنګلدېش په مقابل کې به په درې ورځنیو سیالیو کې لوبېږي.

له دې لوبغاړو سره افسر ځاځی، احسان جنت او افتاب عالم د احتیاطي لوبغاړو په توګه استول شوي او د اړتیا په وخت به په لوبه کې برخه اخلي.

ورته مطالب