هرات کې په سپکو وسلو بار موټر نیول شوی

د انځور حقوق
Image caption د هرات والي محمد اصف رحیمي په دې خبرې ناسته کې وویل، دا وسلې د افغانستان له ختیځ خوست ولایت نه هرات ته لېږدول کېدې.

د افغانستان لوېدیځ ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، یو موټر یې نیولی، چې ۱۴۱ میله سپکې وسلې پکې بار وې چې په وینا یې له ختیځ خوست ولایه هرات ته لېږدول کېدې.

د هرات امنیتي بنسټونو یوسل او یو څلویښت میله نیول شوې سپکې وسلې نن د ملي امنیت ریاست د یوې خبرې ناستې وروسته خبریالانو ته وښودې. دغه وسلې په یوه پلانکوچ ډوله موټر کې ځای پر ځای شوې وې.

د هرات والي محمد اصف رحیمي په دې خبرې ناسته کې وویل، دا وسلې د افغانستان له ختیځ خوست ولایت نه هرات ته لېږدول کېدې.

نوموړی وایي دا موټر په یوه لویه لارۍ موټر کې د ترمیم په پلمه، د افغانستان د مرکزي سیمو او په ځانګړې توګه د غور له لارې هرات ته راوړل شوې وې او د امنیتي ځواکونو تر څار لاندې و.

د هرات والي زیاته کړه، ترلاسه شوي مالومات ښیي چې مخالفینو غوښتل دا وسلې د هرات شینډنډ ولسوالۍ ته ولېږدوي، چې په تور یې یو کس نیول شوی هم دی.

د افغانستان په لوېدیځ کې د هرات ځینې سیمې ناامنه دي.

د تېرې چارشنبې په ورځ ددې ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې د سړک جوړونې یوې پروژې څلور ساتونکي او دوه ملکي وګړي د وسله والو په برید کې ووژل شول.

د انځور حقوق
Image caption د هرات والي زیاته کړه، ترلاسه شوي مالومات ښیي چې مخالفینو غوښتل دا وسلې د هرات شینډنډ ولسوالۍ ته ولېږدوي، چې په تور یې یو کس نیول شوی هم دی.

هرات کې دا لومړی ځل نه دی چې د سړک جوړونې د شرکتونو پر کارکوونکو مرګوني بریدونه کېږي.

زنده جان د هرات ولایت نسبتاً ارامه ولسوالي ګڼل کېږي.

ورته مطالب